1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د غزې تراډې له پاره د میلیارډو ډالرو مرستو اعلان وکړ

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ اسفند ۱, جمعه

د غزې د تراډې په اړه د «سولې هيئت» په لومړۍ غونډه کې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ په مجموعي ډول له ۱۷ میلیارډه ډالرو څخه ډېرې مرستې اعلان وکړ.

په فلسطیني سیمه کې د بشري مرستو ویشل
ترمپ په واشنگټن کې وویل چې یوازې د امریکا متحده ایالات به ۱۰ میلیارډه ډالر ورکړي. انځور: AFP/Getty Images

ترمپ په واشنگټن کې وویل چې یوازې د امریکا متحده ایالات به ۱۰ میلیارډه ډالر ورکړي. پاتې مرستې به سعودي عربستان، کویټ، قطر او نوروو هیوادونو له خوا په اختیار کې ورکړل سي.

دا چې دغه پیسې به په دقیق ډول په کومو برخو کې لگول کیږي، ترمپ یې په اړه په خپله څه ناڅه یو ساعته وینا کې څه ونه ویل. 

اړونده موضوع: امريکا د غزې د بيارغاونې له پاره «ماستر پلان» وړاندې کړی

د ټرمپ په وینا، د فوټبال نړیواله اداره فیفا، به هم په غزه کې د ۷۵ میلیون ډالرو پانګونه وکړي. دغه پیسې به په "فوټبال پورې اړوند" پروژو له پاره وکارول سي. د فیفا مشر ګیاني انفنټینو د "سولې د شورا" په پرانیستونکې غونډه کې برخه واخیسته. امریکا، له مکسیکو او کاناډا سره یوځای، سږکال د فیفا د نړیوال جام کوربه توب کوي.

کومو غړو هیوادونو د ځواکونو او تمویل ژمنه وکړه؟

اندونیزیا، مراکش، قزاقستان، کوزوو او البانیا ژمنه وکړه چې په غزه کې د ثبات ځواک ته به سرتیري واستوي، په داسې حال کې چې مصر او اردن د پولیسو  افسرانوته د روزنې  ژمنه وکړه.

دغه سرتیري به په لومړي سر کې په رفح کې ځای پر ځای سي، چې د اسرائیل تر کنټرول لاندې یو په پراخه کچه ویجاړ سوی او تر ډیره حده له نفوسه خالي ښار دی، چیرې چې د امریکا حکومت غواړي په لومړي سر کې خپلې د بیارغونې هڅې متمرکزې کړي.

اړونده موضوع: د ۲ کلونو له پاره د غزې اداره کولو په هکله د امریکا د قطعنامې مسوده

د ټرمپ په وینا، هغه هیوادونه چې د بیارغونې ژمنې یې کړې دي قزاقستان، آذربایجان، متحده عربي امارات، مراکش، بحرین، قطر، سعودي عربستان، ازبکستان او کویټ دي.

د نوي جوړ سوي نړیوال ثبات ځواک قوماندان، تورن جنرال جاسپر جیفرز وویل چې دغه پلانونه د غزې له پاره د ۱۲ زرو پولیسو او ۲ زرو سرتیرو غوښتنه کوي.

اړونده موضوع: ترمپ: زر به نړیوال سوله ساتي ځواکونه په غزه کې ځای پرځای شي

جیفرز وویل: "په دې لومړیو ګامونو سره، موږ د هغه امنیت په رامینځته کولو کې مرسته کوو چې غزه د سوکالۍ او تلپاتې سولې راتلونکي له پاره ورته اړتیا لري."

د امریکا ځینې متحدین شکمن پاتې دي

تقریباً ۵۰ هېوادونو او اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ غونډې ته استازي واستول. جرمني، ایټالیا، ناروې، سویس او انګلستان د هغو دولسو هېوادونو په ډله کې دي چې په نوموړي سازمان کې شامل نه دي خو د څارونکو په توګه یې برخه اخیستې ده.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب