1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د مادورو پرسر ۱۵ ميلیونه ډالره جایزه وټاکله

۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعه

د امریکا حکومت د وینزویلا جمهوررئیس ته له ډیره وخته د یوه دښمن په سترګه ګوري. اوس یې د هغه پر سر ۱۵ ميلیونه ډالره جایزه ټاکلې. د جنوبي امریکا دغه هیواد ته د مخدره موادو په تجارت کي د یوه ترانزیټي هیواد په سترګه کتل کیږي.

Venezuela Präsident Nicolas Maduro
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Delacroix

امریکا متحده ایالاتو د وینزویلا پر چپي جمهوررئیس او نورو لوړ رتبه دولتي مامورینو باندي د مخدره موادو په بین المللي تجارت او پیسو سپینولو په خاطر اقامهء دعوه کړې ده.

د امریکا عدلي مقامات پر هغوی باندي تورلګوي چي د حداقل ۱۹۹۹م کال راهیسي د لمر کارتل، په نامه مخدره موادو د تجارت یوه کړۍ پرمخ بیايي.

د لمرد دغه سمبول اشاره په حقیقت کي د وینزویلا د عالي رتبه نظامیانو یونیفورم ته ده. د امریکا د عدلي مقاماتو اقامه دعوی مجموعأ د ۱۵ عالي رتبه مامورینو پرضد ده. په هغو کي د وینزویلا ددفاع وزیر، ولاد یمیر پادرینو او قاضي القضات هم شامل دي.

د امریکا د عدلیې وزیر، ویلیم بار په واشنګټن کي وویل، چي مادورو او نورو کسانو یې تر۲۰ کالو اضافه د کولمبیا د اوس منحل سوي فارس چریکي ډلي سره ګډ کار کړی دی او هغه یې د مخدره موادو په ترهګرۍ کي راګد کړ. د هغوی هدف دا هم ؤ، چي د امریکا متحده ایالاتو ته په ټنونو کوکایین ورولیږي، تر څو دغه هیواد ته تاوان ورسوي.

د نورو شکمنو کسانو پرسر هم لس ميلیونه ډالره جایزه

د امریکا خارجه وزارت د ۱۵ ميلیونو دغه جایزه هغه چاته ورکوي، چي د مادورو په نیولو کې کومک وکړي. سربیره پردې د اساسي قانون د شورأ د رئیس، دیوسدادوو سابیلو، د نظامي استخباراتو پخواني رئیس، هوګو کارواچاز او صنایعو پر وزیر، تاریک اېل اسیمي پرسر باندي یې هم لس ميلیونه ډالره جایزه ایښې ده.

د وینزویلا د جمهوررئیس پر مرستیال باندي وختي لا په امریکا کي اقامهءدعوی سوې ده.

مادورو د امریکا د جمهوررئیس په هکله په یوه تلویزوني بیانیه کي د امریکا ددغي اقامه دعوی په مقابل کي په عصبانیت سره جواب ورکړ او ویې ویل،«دونالد ترمپه ته یو غلط سړی یې!»

هغه ترمپ یو کوبای او راسیست وباله او تور یې پر ولګوئ، چي په بین امللي مناسباتو کي د یرغمل نیولو او باج اخیستلو له میتود څخه کار اخلي. د وینزویلا خارجه وزیر، یورګ اریزا اعلان وکړ، چي ترمپ په خپلي دغي دعوه سره «د وینزویلا پر ولس او دیموکراتیکو تأسیاتو باندي حمله کوي.» په خبره یې د دې کوښښ کیږي، چي کودتأ په یو بل شکل سره تر سره سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل