1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستونزویلا

امریکا د وینزویلا د ولسمشر الوتکه ضبط کړې ده

۱۴۰۳ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

امریکا هغه الوتکه ضبط کړې ده چې د وینزویلا ولسمشر به پکې سفر کاوه. نوموړی په غیر قانوني توګه د دغې الوتکې په خریدارۍ تورن دی. وینزویلا د امریکا د دې اقدام په غندلو سره دا «سمندري غلا» بللې ده.

Venezuela Wahlen Protest Nicolas Maduro
امریکا د وینزویلا د ولسمشر نيکلاس مادورو الوتکه ضبط کړېانځور: Fausto Torrealba/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ د بندیزونو د سرغړونې حوالې په ورکولو سره وویل چې د امریکا حکومت دوینزویلا د ولسمشر نيکلاس مادورو، له خوا استعمالیدونکې الوتکه ضبط کړې ده.

دغه الوتکه په ډومینیک جمهوریت کې تر نیول کیدو وروسته د امریکا سویلي ایالت فلوریډا ته لیږدول شوې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د عدليې وزیر میرک ګارلینډ په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «عدلیې وزارت یوه الوتکه ضبط کړې ده چې په هکله یې زموږ تور دا دی چې دا د شیل کمپنۍ په وسیله په ۱۳ میلیونه دالره په غیر قانوني ډول خریداري شوې وه او بیا هغه له امریکا څخه دباندې قاچاق کړای شوې وه، څو نیکولاس مادورو او ملګری یې ترې استفاده وکولی شي.»

د امریکا دغه اقدام په داسې یو وخت کې کيږي چې د جولای مياشتي پر ۲۸ د ترسره شویو ولسمشریزو انتخاباتو له کبله پر مادورو داخلي او نړیوال فشارونه مخ پر ډیریدو دي.

ولسمشر مادورو ادعا کوي چې په انتخاباتو کې بریالی شوی دی، خو د اپوزیسیون په ګډون ډېرو نور بیا په ټاکنو کې د درغلیو او فساد تورونه لګولي دي.

د اپوزیسیون نومانده ایډمنډو ګونزالیز، ځان اصلي ګټونکې بوليانځور: Ariana Cubillos/AP Photo/picture alliance

اپوزیسیون ادعا کړې ده چې د دوی د رایو شمیر ښيې چې نومانده یې ایډمنډو ګونزالیز، اصلي ګټونکې ده.

دغه الوتکه ولې ضبط کړای شوه؟

دا ډسالټ فالکن ۹۰۰-EX ډوله الوتکه ده چې د امریکا په وینا د ۲۰۲۳م کال په اپریل کې تر پيرل کیدو وروسته په غیر قانوني ډول له امریکا څخه د کاربین له لاري وینزویلا ته لیږدول شوې وه.

د امریکا د ملي امنیت شورا یوه ویاند وویل: «مادورو او د هغه استازو د جولای مياشتي پر ۲۸مه د ولسمشریزو ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه کړې ده، د بریالیتوب درواغجنه ادعا یې کړې او د خپل واک ساتلو له پاره یې په پراخه پیمانه ظلم کړی.»

نوموړي زیاته کړه چې د الوتکې ضبطول «د دې خبرې د یقینې کولو له پاره یو مهم ګام دی چې مادورو پر وینزويلا د خپل غلطې واکمنۍ پایلې احساس کړي.»

په کراکاس کې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي «یو وار بیا د امریکا حاکمان په یوه داسې جرمي عمل کې مصروفه دي، چې هغې ته د سمندري رهزنۍ پرته بل څه نه شي ویل کیدلی.»

د ټاکنو د پایلو پر ضد احتجاجونه

د وینزویلا د ولسمشریزو ټاکنو شخړیزو پایلو د لاتین امریکا ولس له کړکیچ سره مخ کړی دی. له ټاکنو وروسته پیل شوو مظاهرو کې تر اوسه پوري ۲۳ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان او نیول شوي دي.

ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي اتحادیي او ډېرو نورو هیوادونو د انتخاباتو د پایلو مخالفت کوونکو سرکوب غندلی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د وینزیویلا پر ولسمشر د بی پیلوټه الوتکې د برید ویډیو

00:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل