امریکا بلوچ بیلتون غوښتونکي د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړل
۱۳۹۸ تیر ۱۲, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دغه پریکړه د سه شنبې په ورځ اعلان کړه. دې وزارت ویلي دي چې د «د بلوچستان د آزادي پوځ» یوه وسله واله بیلتون غوښتونکې ډله ده چې په ځانګړې توګه د پاکستان په سویل لویدیځ کې ا منیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نخښه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې دغې ډلې د۲۰۱۸م کال په اګست میاشت کې یو برید ترسره کړ چې په ترڅ کې یې په بلوچستان کې چینایي انجينران په نخښه شوي ول.
پر دې سربیره د همدې کال په نوامبرمیاشت کې هم دې ډلې په کراچۍ کې د چین پر قنسلګری باندې برید کړی وو. په روان کال کې بیا د بلوچستان د آزادي پوځي په ګوادر ښار کې پر یوه هوټل باندې حمله کړې وه.
بلوچستان له کلونو راهیسې د وسله والو فعالیتونو شاهد پاتې شوي. وسله والې ډلې غواړي چې مرکزي حکومت ورته لا ډیره خپلواکي او د دې سیمې په طبیعي زیرمو کې لا ډیره ونډه ورکړي.
پاکستان د امریکا متحده ایالاتو د دې پریکړې هرکلی کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «دا مهمه ده چې برید کوونکي، تنظیموونکي، مالي ملاتړي او د هغو کسانو په ګډون چې د پاکستان پر ضد دغه ترهګریز اقدامات ښه ګڼي بهرني تمویلوونکي، مسئول وګڼل شي او په برخه کې یې عدالت عملي شي.»
(ms/nz (ap, dpa