1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

امریکا: د ځواکونو د وتلو پر مهال ویش مو موافقه نه ده کړې

۱۳۹۷ بهمن ۱۷, چهارشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پر کوم مهال ویش یې موافقه نه ده کړې. طالبانو تر دې مخکې ویلي ول چې نیمایي امریکایي ځواکونه به د اپریل میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

US Soldaten in Afghanistan
انځور: Getty Images/A. Renneisen

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې راغلي دي: «موږ [په افغانستان کې] د ځواکونو د ممکنه کمولو پر کوم مهال ویش موافقه نه ده کړې او د نورو دیپلوماتیکو خبرو اترو د جزئیاتو په اړه هم معلومات نه ورکوو.»

دې وزارت زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د ځواکونو په شمیر کې کمښت به د شرایطو له مخې راوړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو یوه غړي ویلي ول چې امریکا متحده ایالاتو دې ډلې ته په قطر کې ویلي دي چې د روان کال د اپریل میاشتې تر پایه پورې به له افغانستانه خپل نیمایي ځواکونه وباسي.

امریکا متحده ایالات له میاشتو راهیسې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی چې په افغانستان کې له ۱۷ کلنو راهيسي رواني جګړې ته د پای ټکی کیږدي او له دې هیواد څخه خپل ځواکونه وباسي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب