1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

امریکا: د کابل سفارت یو شمیر کارکوونکي په کرونا اخته شوي

۱۳۹۹ تیر ۱, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د دوی په سفارت کې د کرونا مثبتې پیښې ثبت شوي دي. د دغه وزارت په خبره په ناروغانو کې ډپلوماتان، قراردادیان او ځايي کارمندان شامل دي.

Selbstmordanschlag Kabul US Botschaft Explosion
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې په کابل کې د امریکا د سفارت یو شمیر کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي. دغه وزارت د کابل په سفارت کې د کرونا د مثبتو پیښو شمیر او د انتقال د څرنګوالي په هکله معلومات نه دي خپاره کړي.

په عین وخت کې په پلازمینه کابل کې د امریکا د سفارت یوه چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي چې د سفارت شاوخوا ۲۰ تنه کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي. دغه چارواکي له دې امله د هویت د نه خپرولو غوښتنه کړې، ځکه د یادې موضوع په هکله له رسنیو سره د خبرو اجازه نه ده ورکړل شوې. یادې سرچینې ویلي چې په اخته شویو کې زیاتره یې هغه نیپالیان دي چې د سفارت امنیتي چارې یې پر غاړه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په خپره شوې دغه خبرپاڼه کې همدا راز زیاته کړې چې «سفارت د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په برخه کې ټول اړین تدابیر نیولي دي.»

د سفارت د هغه چارواکي په خبره چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اوسمهال په کرونا ویروس ککړ کسان په قرنطین کې دي او دا چې د سفارت د پاتې نورو کسانو د کرونا تست هم ادامه لري. دغه چارواکي همدا راز زیاته کړه چې د سفارت کارمندانو ته د جدي قرنطین د عملي کولو خبره هم شوې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز زیاته کړې چې د دغه ویروس د لا ډیر خپریدو د مخنیوي له پاره په سفارت کې د میکروبونو د وژلو په موخه د دوا شیندل هم ادامه لري.

په افغانستان کې اوسمهال د کرونا ویروس له ۲۸ زرو ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي. نړیوال خیریه او صحي سازمانونه په افغانستان کې د کرونا وبا د خپریدو لړۍ په دقت سره څاري او وايي چې د تستونو د کمښت له کبله ښايي د کرونا مثبتې پیښې تر رسمي شمیرو لوړې وي.

د روانې میاشتې په پیل کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا «آی. آر. سي» خبرداری ورکړی وو چې افغانستان د یوه بشري ناورین په درشل کې دی. دغه سازمان ويلي وو چې د افغانستان حکومت د کرونا د شکمنو پیښو له ډلې څخه ان د ۸۰ سلنه پیښو د تست یا معاینې کولو ظرفیت نه لري.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب