1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: په ننګرهار کې مو د داعش يو غړی وژلی

۱۴۰۰ شهریور ۶, شنبه

امریکا متحده ایالاتو د کابل هوايي ډګر د پنجشنبې ورځې په ځواب کې د داعش ډلې يو غړي باندې هوايي برید کړی دی. د آلمان خبري آژانس له واشنګټن څخه لیکي چې دغه حمله په ننګرهار ولایت کې شوې ده.

MQ-9 Reaper Drohne Drohnenkrieg Ziel Drohnenangriff Afghanistan
د امریکا د هوايي ځواک بې پيلوټه الوتکه - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ وياند بل اوربان د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۸مه) سهار وختي وویل چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې يو پلان کونکی د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوی دی.

هغه په دې اړه وويل: «لومړني نښې ښيي چې موږ هدف وژلی دی. موږ پوهيږو چې هيڅ ملکي تلفات نشته.»

خو دا لا تر اوسه روښانه نه  ده چې آيا په نښه کړل شوی کس د کابل د هوايي ډګر په برید کې په مستقیم توګه ښکيل وو او که نه.

د ځينو رسنيو د رپوټونو په حواله، طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته دا په افغانستان کې د امريکايي قواوو لومړنۍ برید دی چې په ننګرهار کې ترسره کيږي.

د کابل هوايي ډګر د پنجشنبې ورځې د چاودنې ټپیان ایمرجنسي روغتون ته د انتقال پر وختانځور: REUTERS

په افغانستان کې د اسلامي دولت يا داعش شاخه چې د داعش خراسان په ډله یادیږي، د کابل د هوايي ډګر برید مسئولیت منلی دی. په دغه برید کې د ۱۳ امریکايي سرتیرو په ګډون په لسونو افغانان ووژل شول.

د امريکا ولسمشر، جو بایدن د پنجشنبې په ورځ د برید د غچ اخیستنې په خبرداري سره وویل: «موږ به يې ونه بخښو، موږ به يې هیر نه کړو.»

په عین حال کې د متحده ایالاتو هغه ځواکونه چې لا هم په کابل هوايي ډګر کې پاتې دي، د نورو تروریستي ګواښونو له کبله د لوړې درجې تیارسۍ حالت کې دي.

سپينې ماڼۍ ويلي دی چې راتلونکې ورځې به له افغانستانه د ایستلو د ماموریت تر ټولو خطرناکه ورځې وي، خو بایدن د جمعې په ورځ ټينګار وکړ چې امریکا به د ایستلو پروسې ته دوام ورکړي.

جو بایدن ویلي چې دوی به د ایستلو ماموریت ته ادامه ورکويانځور: Sgt. Samuel Ruiz/U.S. Marine Corps/AP/picture alliance

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت، د شنبې ورځې په سهار د امریکايي اتباعو د امنيت په تړاو یو نوی خبرداری خپور کړ.

سفارت په دغې تازه وینا کې ويلي دي چې د هوايي ډګر په اببې، ختيځې، شمالي او یا د کورنيو چارو وزارت په نوې دروازه کې میشت ټول امریکايي اتباع بايد فورا دغه سيمې پریږدي.

همدا ډول ټولو امريکايي اتباعو ته دغه هوايي ډګر ته د سفر کولو خبردرای هم په خپل حال پاتې دی. امریکا متحده ایالات او د هغوی متحدان هڅه کوي چې د اګست تر ۳۱مې پورې د ایستلو ماموریت بشپړ کړي. د اګست ۳۱مه طالبانو او امريکا تر منځ د شوې هوکړې له مخې وروستۍ نيټه ده.

د آلمان پوځ خو آن د پنجشنبې په ورځ خپل د ایستلو ماموريت ودرواوه. د څه باندې ۵۰۰۰ کسانو په ډله کې چې راوښکل شوي شاوخوا ۵۰۰ آلمانيان او له ۴۰۰۰ ډير نور يې افغانان دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب