1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

امریکا: د یرغمل شوو د خلاصون هڅې لا روانې دي

۱۴۰۲ آبان ۲۸, یکشنبه

د امریکا حکومت د یرغمل شوو د خوشې کیدو په خاطر د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د ابتدایې موافقې خبر رد کړی دی. بې سرحده داکترانو په غزه کې پر خپل کاروان د «قصدي حملې» خبر ورکړی. (WHO)ویلي له شفا روغتونه ناروغان اوباسي.

Gazastreifen, Khan Yunis | Ankunft von evakuierten aus dem Al-Shifa Krankenhaus  am Nasser Hospital
انځور: Abed Zagout/Anadolu/picture alliance

جو بایډن: د فلسطین خپلواکمنه اداره باید غزه اداره کړي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په هغه مقاله کې چې د «واشنګټن پوسټ» له پاره یې لیکلې ده ویلي دي چې د اسرائیل او حماستر منځ له جګړې وروسته، د فلسطین خپلواکمنه اداره باید پر غزې او د اردن سیند پر لویدیځه غاړه حکومت وکړي.

بایډن همدارنګه اعلان کړی دی چې امریکا متحده ایالات اماده دي چې پر هغو اسرائیلیانو بندیز ولګوي چې په ښارګوټو کې میشت دي او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي.

امریکا: د یرغمل شوو د خوشې کیدو له پاره هڅې روانې دي

د امریکا حکومت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه رپوټ رد کړی چې په کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د ابتدایي موافقې رامنځته کیدو خبر ورکړل شوی وو. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاندې ادرینا وسټن د یکشنبې په سهار (د نومبر ۱۹ نیټه) د یرغمل شوو د خلاصون له پاره د حماس او اسرائیل ترمنځ د ابتدایي موافقې رامنځته کیدلو په ارتباط د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د رپوټ په هکله په ایکس شبکه کې لیکلي: «مونږ تر اوسه پورې موافقې ته نه یو رسیدلي، خو یوې موافقې ته د لاسرسي په خاطر خپل کار ته دوام ورکوو».

مخکې تر دې واشنګټن پوسټ د باخبره سرچینو په حواله د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او حماس ترمنځ د یوې موافقې رامنځته کیدو خبر ورکړی وو. نوموړي ورځپاڼې لیکلي وو چې کیدای شي په څو راتلونکو ورځو کې د یرغمل شوو کسانو د خوشې کیدو لړۍ پیل شي. په رپوټ کې زیاته شوې وه چې له موافقې سره هم مهاله به جګړه ودرول شي او له مصر څخه د سوون توکو په ګډون غزې ته د لازیاتو مرستو رسول پيل شي.

د رپوټ په حواله دغه طرحه د قطر په پلازمينه دوحه کې د امریکا، اسرائیل او حماس تر منځ د اونیو مذاکراتو په پایله کې جوړه شوې ده. اسرائیل تر اوسه پورې دې رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی.

بې سرحده داکتران: زمونږ پر کاروان یې برید کړی

د بې سرحده داکترانو سازمان پورې پر اړوند کاروان د «قصدي برید» په پایله کې یو تن وژل شوی او یو بل بیا ټپي شوی دی. بې سرحده داکترانو دغه برید غندلی او یو وار بیا یې د بیړني اوربند غوښتنه کړې ده. د دغه نړیوال سازمان په خبره اروبند یوازنۍ لاره ده چې کولی شي په دام کې پراته ملکي خلک د جګړې له میدان څخه وباسي او ژوند یې وژغوري.

نوموړي سازمان په دې اړه څه نه دي ویلي چې دغه «قصدي برید» چا کړی دی. نوموړی سازمان کوښښ کوي خپل هغه ۱۳۷ کارمندان وژغوري چې نږدې یوه اونۍ الشفا روغتون ته څیرمه په غزه کې ویستل کیدو ته منتظر ول. 

«د الشفا ناروغان ژغورو»

د روغتیا نړیوال سازمان  (WHO)وایي چې په الشفا روغتون کې د پاتې ناروغانو د ژغورنې پر طرحې کار کوي. د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم، په ایکس شبکه کې لیکلي چې د دغه سازمان کارمندانو د شنبې په ورځ له الشفا روغتون څخه لیدنه وکړه او د روغتون ناورین ته ورته حالت یې له نزدې څخه څارلی دی. هغه زیاته کړه چې همکارانو یې د الشفا روغتون د «مرګ سیمه» بللې ده.

نړیوال روغتیایي سازمان په هغه اعلامیه کې چې وروسته له دې لیدنې کتنې یې خپره کړې ده په الشفا روغتون کې له ناهیلي کوونکي وضعیت خبره کړې ده او لیکلي یي دي چې ۲۹۱ ناروغان او ۲۵ تنه روغتیايي کارمندان اوس هم په روغتون کې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د بې سرحده داکترانو سازمان پورې پر اړوند کاروان برید کې یو تن ټپي او یو مړ شوی دیانځور: Khader Al Zanoun/AFP

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل