1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا د ۱۹ هیوادونو د اتباعو د کډوالۍ دوسیې بندې کړې

گل غوټۍ پوپل | رویترز، اسوشیتدپرس، فرانس‌پرس، دډي پي ای
۱۴۰۴ آذر ۱۲, چهارشنبه

د امریکا حکومت د ۱۹ هیوادونو د اتباعو د کډوالۍ ټولې عریضې ځنډولې او اعلان یې کړی چې امنيتي پلټنې به لا پسې کلکې سي. منتقدینو خبرداری ورکړی چې دغه اقدام به په زرو کسان له قانوني خنډونو سره مخامخ کړي.

نیویارک: د امریکا امنیتي ځواکونه له اخراج سره مخامخ مهاجر سره لیدل کیږي
د ولسمشر ترمپ په دوره کې د اخراج په هدف د مهاجرو نیول کیدل ډیر سوي ديانځور: Michael Nigro/Sipa USA/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د ډسمبر ۲مه) د افریقا، آسیا او منځني ختیځ د ۱۹ هیوادونو د اتباعو د مهاجرت ټول غوښتنلیکونه وځنډول.

دغه اقدام تیره اونۍ په واشنگټن کې د ملي گارډ پر غړو له فیرونو وروسته رامنځته سو او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ ددغه ډول اقدام دلیل د ملي امنیت په هکله اندیښنې بللي دي. ددغو فیرونو په تور یو افغان تبعه نیول سوی دی.

په دغه لیست کې کوم هیوادونه شامل دي؟

د نوي سیاست له مخې، په دغه لیست کې له شاملو هیوادونو څخه ټول عریضه ورکوونکي باید د ارزونې له یوې جامع پروسې څخه تیر سي. حکومت دا نه ده مشخصه کړې چې دغه ځنډ به څومره دوام وکړي او آیا نور هیوادونه به هم دغه لیست ته وراضافه سي او که څنگه. 

چارواکو ویلي دي چې دغه تغییر د مهاجرت د سیستم له بشپړتیا څخه د ډاډ او له هغه څه څخه د مخنیوی په هدف چې "امنیتي خلاوې" بلل کیږي، رامنځته سوی دی.

اړونده موضوع: ترمپ له «دريمي نړۍ هيوادونو» څخه مهاجرت بندوي

منتقدین خبرداری ورکوي چې دغه اقدام کیدای سي په زرو کسان له حقوقي خنډونو سره مخامخ کړي.

په دغه لیست کې د څو هیوادونو د اتباعو پرضد مخکې لا د سفر جزوي بندیز وضع سوی و. 

د امریکاد نوي سیاست له مخې، په هغو هیوادونو کې چې له شدیدو بندیزونو سره مخامخ دي، افغانستان، میانمار، چاد، د کانگو جمهوریت، استوایی ګينه، اریتریا، هائیتی، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شاملیږي. امریکا ته ددغو هیوادونو د اتباعو داخلیدل د جون په میاشت کې وځڼدول سول، خو په هغه کې محدودې استثناوې په پام کې نیول سوې وې.

په دغه لیست کې نور شامل هیوادونه بروندی، کیوبا، لاوس، سیراليون، توگو، ترکمنستان او وينزويلا دي چې د اتباعو له پاره یې امریکا ته د داخلیدو له پاره جزوي محدودیتونه موجود وو او اوس به له لا پراخو ارزونو سره مخامخ سي.

ددغه سیاست مفهوم څه دی؟

نوی سیاست د ارزونې په حال کې غوښتنلیکونه بندوي او د تر نظرلاندې هیوادونو څخه ټولو دوسیو جامع بیا کتنه الزامي کوي. په هغه کې ښايي نوې مرکې او امنیتي ارزونې شاملې وي.

دامریکاد وکیلانو د انجمن د دولتي اړیکو لوړپوړې مدیرې، شارواری دالال - دهینی وویل چې ددغو هیوادونو د اتباعو له پاره یې د تابعیت د ترلاسه کولو د لوړې د مراسمو لغوه کول، د تابعیت د ترلاسه کولو مرکې او د استوګنې د حالت د بدلون په هکله رپوټونه ترلاسه کړي دي.

ډونالډ ترمپ، په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته له بیرته ستنیدو راهیسې، د مهاجرت د سختې پالیسۍ پلي کول خپل په لومړیتوبونو کې راوستي دي، فدرالي ځواکونه یې په سترو ښارونو کې ځای پرځای کړي دي او د امریکا متحده ایالاتو او مکسیکو په سرحد کې یې پناه غوښتنې ته لاس رسی محدود کړی دی.

په داسې حال کې چې اخراجونه د هغه د هڅو په مرکز کې قرار لري، تر اوسه یې د قانوني مهاجرت په محدودولو کې لږ اقدام کړی و.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب