تقریبأ ۷۰۰۰ سوریایان اجازه لري ، چي د نورو ۱۸ میاشتو له پاره په امريکا متحده ايالاتو کي پاتي شي او هلته کار وکړي. دغه خبر د چهارشنبې په ورځ د امریکا د داخلي امنیت وزارت ورکړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/D. Emmert
اعلان
اوسنی امتیاز یوازي د هغو کسانو له پاره اعتبار لري چي د ۲۰۱۶م کال د اگست میاشتي تر لمړۍ نیټې وروسته یې د امريکا متحده ايالاتو ته پناه وړې وي. خو وزارت دا نده څرگنده کړې چي څومره سوریایي مهاجرو د اقامت دغه شرایط نه دي پوره کړي.
د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ په رهبرۍ، د امریکا حکومت د ۱۱ هغوهیودونو له پاره د سفر کولو مقرارت بیا سخت کړل چي د خطرناکو هیوادونو په توگه درجه بندي سوي دي. معنی دا چي مخکي تر دې چي د دغو هیوادونو اتباع امریکا ته ورداخل سي، یو وار بیا یې باید اسناد وڅيړل سي. د اوس وخت له پاره امریکا ته د ورداخلیدونکو مهاجرو شمیر د کاله ۴۵۰۰۰ تنه تعین سوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما، په ۲۰۱۲م کال کي د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله د دغه هیواد مهاجرت د «موقتي محافظت» یا (Temporary Protected Status) په نوم پروګرام کې شامل کړي ول.
په همدې حال کي نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی دی چي د ۲۰۱۱م کال له اکتوبر میاشتي راهیسي په امریکا کي تر ۱۸۰۰۰ اضافه سوریایي مهاجر منل سوي دي.
زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم:(06.10.2015)
د سوريایي کډوالو له خطرنونو ډکه لار
له سوریې څخه تر آلمان پورې ۳۷۰۰ کیلومتره لاره ده. هغه له خطرونو ډک سفر چې سوریایې کډوال یې آلمان ته د رسیدو په نیت پیلوي ، کیدای شي څو اونۍ یا څو میاشتې دوام پيدا کړي. همدغه سفر ممکن د یو کډوال د ژوند په قیمت تمام شي.
انځور: picture-alliance/dpa/N. Armer
له ورستیو سلگیو سره
د دمشق په شمال ختیځ کې د دوما ښار څو څو واره د سوریې د هوایې بمبارۍ هدف گرځیدلی دی. په دغه انځور کې هغه کس لیدل کیږي چې په خپله ټپې دی، خو غواړي له نورو سره مرسته وکړي.
ډیر شمیر هغه کډوال چې یونان ته رسیدلي دي او غواړي چې د اروپا لویدیځ ته ځان ورسوي. په دې مسیر کې یو ترټولو مهم تمځای په مقدونیا کې د گفلیا د اورگاډي تمځای دی. مهاجرین په هر قیمت چې کیږي په هغه اورگاډي کې ځانته ځای پيدا کوي چې د صربستان پر لور حرکت کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski
قدم په قدم
په لومړي سر کې خو دا یو شاعرانه انځور ښکاري، خو دا هغه مهاجر دي چې د لمر ختلو څخه مخکې د هغو اورگاډو د لیکو په امتداد خپل سفر پيلوي چې له کاره ولیدلي دي. دوی د پښو په مزل سره ځان له صربستان خخه هنگري هیواد ته رسوي او له هغه ځای څخه بیا د آلمان پر لور خپل سفر ته ادامه ورکوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis
نا امیدي
یو سوري مهاجر له خپلې میرمنې او ماشوم سره له دې ویرې چې هغه او کورنۍ ته یې د هنگري د کډوالو په کمپ کې ځای ورنه کړي د اورگاډي پر لیکي ځان اچولې دی. دوی په دې اند ول چې کولې شي له اورگاډي سره ځان له بوداپست څخه وین ته ورسوي، خو اوس باید دوی خپل نومونه د هنگري د کډوالو په کمپ کې ثبت او راجستر کړي.
انځور: Reuters/L. Balogh
د پښو مزل
په سلگونو تنه سوریایې، عراقي او افغان کډوال کوښښ کوي چې د موټروې یا لویو سرکونو له لارې له هنگري څخه ځان اطریش ته ورسوي. ډیر شمیر د دوی د بوداپست د اورگاډي په تم ځای کې څو ورځې انتظار باسي چې په اورگاډي کې به ځان اطریش ته ورسوي. خو تر ډیر انتظار وروسته بالاخره دوی مجبوره شي چې دغه اوږد مزل په پښو وهل شروع کړي.