1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: روغتونونه باید د جګړې په ډګر بدل نشي

۱۴۰۲ آبان ۲۲, دوشنبه

امریکا له اسرائیل څخه غوښتي دي چې روغتيايي مرکزونو ته نږدې له بریدونو او نښتو څخه ډډه وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا په شفا روغتون کې پر "ناوړه حالت" نیوکه کړې.

USA | Jake Sullivan Nationaler Sicherheitsberater
سلیوان د حماس ډلې دغه چلند د "جګړې له معیارونو څخه سرغړونه" وبلله. انځور: Susan Walsh/AP Photo/picture alliance

د امریکا حکومت پر اسرائیل غږ کړی دی چې روغتونونو او کلینیکونو ته نیږدې له بریدونو او جګړې ډډه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان له سي بي اس سره په یوه مرکه کې ویلي: «متحده ایالات غواړي چې روغتونونه د جګړې په ډګر بدل نشي. او بې ګناه خلک او ناروغان چې درملنه یې کیږي د دواړو جبهو تر منځ نښتو کې راګير نشي.»

نوموړي زیاته کړه چې امریکا د اسرائیل له چارواکو سره په فعاله توګه په دې برخه کې معلومات تبادله کوي.

د سپینې ماڼۍ دغه سلاکار د اسرائیل هغه ارزونه تائید کړه چې د حماس ترهګره ډله د غزې په تړانګه کې له کلینیکونو او روغتونونو د خپلو پوځي موخو له پاره کار اخلي.

د سپینې ماڼۍ دغه سلاکار وویل: «پرته له دې چې د امنیتي ادارو معلوماتو ته وګورو. که موږ د آزادو سرچینو رپوټونو ته وګورو موږ وینو چې حماس لکه څنګه چې له ملکي تاسیساتو څخه د کنټرول او قومندې دغه راز د وسلو د ګودامونو او د خپلو کسانو د سرپناه له پاره کار اخلي همداسې روغتونونه هم کاروي.»

سلیوان د حماس ډلې دغه چلند د "جګړې له معیارونو څخه سرغړونه" وبلله.

د الشفا روغتون د "ناوړه وضعیت" په اړه د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه

د روغتیا نړیوال سازمان  یو ځل بیا په الشفا روغتون کې چې د غزې تر ټولو لوی روغتون ګڼل کېږي، پر "ناوړه حالت" نیوکه کړې

د دغه نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په یاد روغتون کې تر ۲ زره ډېر کسان بستر دي.

 ویل کېږي چې ښايي د دغو کسانو له ډلي تر ۶۰۰ ډېر یې ناروغان او ټپیان وي او پاتې نور یې هغه بې ځایه شوي کسان دي چې په دغه روغتون کې یې پناه اخیستې ده.

دغه شمیرې د روغتیا نړیوال سازمان د مشر له خوا په غزه کې د روغتیا د څانګې چې کنترول يې د حماس تروريستي ډلي په لاس کي دی، د معلوماتو پر بنسټ خپرې شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم په خپلې ایکس پاڼې ( پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د الشفا روغتون له کارکوونکو سره یې  بیا اړیکه نیولې او دغو کارکوونکو د "خطرناک او ناوړه وضیعت" خبر ورکړی دی.

اسرائیل حماس پړ ګڼلي چې ګويا د خپلو پوځي موخو له پاره د درملنې له مرکزونو ناوړه ګټه اخلي.

په سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملیشو پر مرکزونو بریدونه

امریکا اعلان کړی دی چې په سوریه کې یې د هغو ملېشو مرکزونه بمبار کړي چې ملاتړ يې ايران کوي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستين اعلان کړی دی چې د سوریې په ختیځ کې یې پر دوه ودانو برید کړی چې ملاتړ يې ایران کوي.

نوموړي زیاته کړه چې له دغو تاسيساتو څخه د پوځي روزنيزو مرکزونو په توګه کار اخيستل کېد.

دا په تیرو څه کم دریو اونیو کې دریم ځل دی چې امریکا پر دغه ډول ودانیو بریدونه کوي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي دي چې دا بریدونه یې په سوریه او عراق کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

۱۱ نیوزیلنډي وګړي له غزې ویستل شوي

رفح له غزې سره یوازینۍ پوله ده چې د اسرائیلو تر کنټرول لاندې نه ده.انځور: Firas al-Shaer/UPI Photo via Newscom/picture alliance

له غزې څخه د بهرنيو اتباعو د وتلو لړۍ د رفح د پولې له لارې دوام لري.

په دې اړه په یوه تازه رپوټ کې، د نیوزیلنډ حکومت ویلي چې د دغه هېواد ۱۱وګړي د یکشنبې په ورځ (د نومبر۱۲مه) له غزې څخه د مصر په تکل ووتل.

د مصر  سرحدي چارواکو د یکشنبې په ورځ د رفح لاره د بهرنیو پاسپورټونو درلودونکو له پاره پرانیستله. دغه پوله تیره جمعه تړل شوې وه.

رفح له غزې سره یوازینۍ پوله ده چې د اسرائیلو تر کنټرول لاندې نه ده.

بایدن او د قطر امیر د ټولو یرغمل شویو  کسانو د آزادیدو غوښتنه کړې

د امریکا ولسمشر جو بایدن او د قطر امیر شیخ حمد خلیفه ال ثاني د غزې په تړانګه کې د تحولاتو او د حماس ترهګرې ډلې له خوا د یرغمل شویو کسانو د خلاصون له پاره د بیړنیو هڅو په اړه خبرې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ  له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کي ويل شوي دي چې بایدن او د قطر امیر د یرغمل شویو کسانو د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

د قطر حکومت له دې مخکې اعلان کړی و چې شیخ حمد خلیفه آل ثاني هم د امریکا له ولسمشر سره په خبرو کې د سمدستي اوربند او د رفح پولې د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کړی و.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل