د هيتلر په لارښوونه د آلمان پوځ د ۱۹۳۹م کال د سپتمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه يرغل وکړ. په دې سره جنگ پيل سو چي د ۱۹۴۵م کال د می مياشتي تر اتمي نېټې پوري يې دوام پيدا کړ. په دغه جنگ کي په ميليونونو انسانان ووژل سول.
انځور: AP
۱۹۳۹کال
په دغه کال نازي آلمان تاريخي درواغ وويل او اعلان وکړ چي پر پولند باندي يرغل د هغه بريد په غبرگون کي وو چي دغه هيواد پر آلمان باندي وکړ. فرانسه او بريتانیا چي د پولند متحدان ول، د دغه کال د سپتمبر میاشتي پر ۳ نېټه له آلمان سره جنگ اعلان کړ.
۱۹۳۹م کال
پولند چي له پوځي اړه ډېر کمزوری وو، کولای ئې نه سوای چي د آلمان د قوي پوځ په مقابل کي مقاومت وکړي. د پولنډ پوځ په پنځو اوونيو کي ماته وخوړه. په دغه وخت کي بيا د شوروي اتحاد سره لښکر د سپتمبر مياشتي پر ۱۷ نېټه د پولند ختيځ اشغال کړ. د پولند د ختيځ اشغال د يوه قرارداد له مخي ترسره سو چي آلمان او شوروي پټ سره کړی وو.
انځور: AP
۱۹۴۰م کال
د دغه کال په اپريل مياشت کي د آلمان پوځ د ډينمارک خاوري ته ننوت او له هغه ځايه ئې د ناروې پر خوا پرمختگ وکړ. ناروې طبيعي زيرمي لرلي چي آلمان د خپل پوځي پرمختگ له پاره ډېره اړتيا ورته لرله. بريتانيا د آلمان د دغه پرمختگ مخنيوی کاوه او عسکر ئې ور ولېږل.
۱۹۴۰م کال
د دغه کال د می مياشتي پر لسمه نېټه آلمان پر هالند، بلجيم او لوکزامبورگ باندي چي خپل ځانونه ئې بې طرفه اعلان کړي ول يرغل وکړ او په څو ورځو کي يې دغه هيوادونه اشغال کړل. په دې سره نو پر فرانسې باندي د يرغل امکان تيار سو.
انځور: picture alliance/akg-images
۱۹۴۰م کال
په دغه کال آلمان پر فرانسې باندي يرغل وکړ او په خپل پرمختگ سره په دې بريالی سو، چي د دغه کال د جون مياشتي په نيمايي کي پاريس ونيسي. فرانسه د جون مياشتي پر ۲۲ نېټه تسليم سول. فرانسه پر دوو برخو ووېشل سوه. يوه برخه ئې د آلمان تر نظر لاندي او بله برخه ئې د آلمان د لاسپوڅي مارشال فرانسوی فيليپ پتن تر نظر لاندي رهبري کېده. دغه مارشال به وروسته په نړيوال جنگ کي په خيات تورن او محکوم سو.
انځور: ullstein bild/SZ Photo
۱۹۴۰م کال
هيتلر تر دغي بريا وروسته پر بريتانيا باندي يرغل پلان کړ. آلمانۍ الوتکو د بريتانيا د ښارونو بمبارول پيل کړل. کاونتري د بريتانيا هغه ښار وو چي په دغو بمباريو کي يو مخ ويجاړ سو. د آلمان او بريتانيا د الوتکو جنگ دوام پيدا کړ او د بريتانيا هوايي ځواک په وتوانېد چي آلمانۍ الوتکو ته سخت تاوان ورسوي. د ۱۹۴۱م کال په پسرلي پر بريتانيا باندي د آلمان هوايي يرغلونه ډېر لږ سول.
انځور: Getty Images
۱۹۴۱م کال
هيتلر له بريتانيا څخه تر هوايي ماتي خوړولو وروسته خپل پام و جنوب او وروسته بيا ختيځ ته واړاوه. د آلمان پوځ د افريقا شمال، بالکان او روسيې خواوو ته خپلي لښکر کښۍ پيل کړې. په دغه وخت کي د متحدانو چي آلمان، ايتاليا او جاپان ول کرار کرار نور ملگري هم ډېرېدل.
۱۹۴۱م کال
هيتلر د ۱۹۴۱م کال په پسرلي کي پر يوگسلاويا باندي د يرغل لارښوونه وکړه. يونان هم د آلمان پوځ له يرغله پاته نه سو. د ۱۹۴۱م کال په می مياشت کي د آلمان پراشوټي ځواکونه د يونان په کرت جزيره کي راکښته سول او پر يونان باندي د آلمان هوايي او مځکني عمليات پيل سول.
انځور: picture-alliance/akg-images
۱۹۴۱م کال
د ۱۹۴۱م کال د جون مياشتي پر ۲۲ نېټه پر شوروي اتحاد باندي د «باربروسا» په نوم د آلمان پوځي عمليات پيل سول. د هيتلري آلمان تبليغاتو د دغي حملې هدف «په ختيځ کي د حياتي فضا پراختيا» وښود. پر شوروي اتحاد باندي په يرغل کي د آلمان پوځ ډېر جنگي جنايتونه وکړل.
انځور: Getty Images
۱۹۴۲م کال
د شوروي اتحاد سره لښکر په لومړيو کي د آلمان د يرغل پروړاندي يو څه مقاومت وکړ. خو د شوروي په خاوره کي د آلمان پوځ کرار کرار پرمختگ کاوه. په دغه وخت کي د آلمان پوځ ډيره قرباني ورکړه او مرستو ته نه لاس رسی د دې سبب سو چي کرار کرار کمزوری سي.
۱۹۴۲م کال
ايټاليا چي د آلمان متحد وو د ۱۹۴۰ کال په جولای مياشت کي ئې د افريقا په شمال کي پر بريتانوي ځواکونو يرغل وکړ او آلمان د ۱۹۴۱م کال په پسرلي کي د ايټاليا د مرستي له پاره دغي سمي ته ځواک ورولېږه. بريتانيا چي په دغه سيمه کي د دفاع په حال کي وه د ۱۹۴۲م کال په مني کي ئې په «العلمين» کي پر آلماني او ايټالوي ځواکونو باندي يرغل وکړ او هغوی پر شا کېدو ته اړ سول.
انځور: Getty Images
۱۹۴۲م کال
د آلمان نازيانو د ختيځ جبهې تر شا ډېر انسانان اسيران کړل او کمپونه ئې په ډک کړي ول. د آلماني نازيانو د نژادپرستۍ جنون تر شپږو ميليونو ډېر انسانان ووژل. د دوی ډېر يا وويشتل سول او يا په مخصوصو کوټو کي گاز ورباندي استعمال سو. ډېر بيا يا له لوږي او يا له نارغيو څخه مړه سول. په دغه تاريخي جنايت کي د آلمان په زرونو عسکر او د اس اس مامورانو برخه لرله.
انځور: Yad Vashem Photo Archives
۱۹۴۳م کال
د جنگ په څلورم کال وضعيت بدلون وموند. په ختيځ کي د شوروي اتحاد سره لښکر د آلمان پر فاشيستي پوځ باندي خپل يرغلونه پراخ کړل. متفقان په جنوب کي ايټاليا ته ننوتل. آلمان او شريکان يې په دفاعي حالت کي ول او ډېر فشار باندي راغلی.
۱۹۴۳م کال
په دوهمه نړيواله جگړه کي د آلمان ماته د ستالين گراد په جنگ کي يقيني سوه. د آلمان پوځ د ۱۹۴۲م کال له جولای مياشتي راهيسي تلاښ کاوه چي دغه ښار ونيسي، خو د ۱۹۴۳م کال په فيبروي مياشت کي ئې ماته وخوړه او دغه ښار د جنرال روکوفسکي په مېړانه آزاد سو. فيلدمارشال فون پاولوس له ۲۵۰۰ افسرانو سره شوروي ته تسليم سو. د دغه ښار په جنگ کي ۷۰۰ زره انسانان ووژل سول، چي ډيری ئې د شوري اتحاد د سره لښکر عسکر ول.
انځور: picture-alliance/dpa
۱۹۴۳م کال
د افريقا په شمال کي د آلماني او ايټالوي ځواکونو تر تسلمېدو وروسته، متفقانو ته لاره خلاصه سوه چي ايټاليا ته په ور ننوتلو سره پر محور هيوادونو باندي يرغل پيل کړي. د دغه کال د جون مياشتي پر لسمه د متفقانو ځواکونو سيسيل ته ننوتل. د متفقانو هيوادونو څخه یو امريکا وو چي هيتلر په ۱۹۴۱م کال له هغه سره جنگ اعلان کړ.
انځور: picture alliance/akg
۱۹۴۳م کال
د دغه کال په سپتمبر مياشت کي د متفقانو ځواکونو د ايټاليا په نورو برخو کي پرمختگ ته دوام ورکړ. هيتلر په دغه وخت کي لارښوونه کوي چي د آلمان پوځ دي ايټاليا اشغال کړي. په داسي حال کي چي د متفقانو ځواکونو د ايټاليا له سويل څخه خپل پرمختگ ته دوام ورکاوه، آلماني ځواکونو د دغه هيواد په نورو برخو کي بيره او وحشت رامنځ ته کړی وو.
د شوروي اتحاد سره لښکر د اروپا په ختيځ کي وار په ورا د آلمان پوځ پر شا کېدو ته مجبوره کاوه. په دغه وخت کي يوگسلاويا، رومانيا، بلغاريا او پولند يو په بل پسې د سره لښکر په کنترول کي راتلل. متفقين په دې وتنوانېدل چي لږ وروسته د فرانسې په شمال او لږ وروسته بيا په جنوب کي خپل ځواکونه پلي کړي.
۱۹۴۴م کال
د ۱۹۴۴م کال د جون مياشتي پر شپږمه نېټه سهار وختي د امريکا، بريتانيا، کاناډا او د متفقانو د نورو هيوادونو ځواکونو د فرانسې په شمال د نورماندي په ساحلونو کي پلي سول. د آلمان پوځ د متفقانو د ځواکونو د دغه شان اقدام تمه لرله خو فکر ئې کاوه چي دغه ځواکونه به په ختيځو سيمو کي پلي سي. متفقانو د لوېديځ له خوا پر آلماني ځواکونو باندي يرغل پيل کړی وو.
انځور: Getty Images
۱۹۴۴م کال
د اگست مياشتي پر ۱۵ نېټه د متفقو هيوادونو ځواکونو د فرانسې له سويل څخه هم عمليات پيل کړل. دغو ځواکونو د فرانسې له شمال او جنوب څخه پرمختگ ته دوام ورکړ او د دغه کال د اگست مياشتي پر ۲۵ نېټه په دې وتوانېدل چي پاريس د فاشيستانو له اشغاله آزاد کړي. د اکتوبر مياشتي په وروستيو کي د متفقو هيوادونو ځواک په دې وتوانېد چي په لومړي وار د آلمان يو ستر ښار «آخن» هم اشغال کړي.
انځور: Getty Images
۱۹۴۴م کال
د آلمان پوځ د ۱۹۴۴/۱۹۴۵ کال په ژمي کي تلاښ وکړ چي په يوه قوي يرغل سر د متفقو هيوادونو پوځونه پر شا کړي، خو ماته ئې وخوړه او متفقانو له ختيځ او لوېديځ څخه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ.
انځور: imago/United Archives
۱۹۴۵م کال
د دغه کال د می مياشتي پر اتمه نېټه د آلمان فاشيستان په بشپړه توگه تسليم سول. هيتلر چي بيره ئې لرله چي و نه نيول سي د ۱۰۴۵م کال د اپريل مياشتي پر ۳۰ نېټه ئې خپل ځان پخپله په مرمۍ وواژه. په دغه شپږ کلن جنگ کي د اروپا د قارې ډېره برخه په يوه خرابه بدله سوې وه. په دغه جنگ کي نزدې ۵۰ ميليونه انسانان ووژل سول. د آلمان د تسليمېدو سند د ۱۹۴۵م کال په می مياشت کي، جنرال مارشال ويلهلم لاسليک کړ.