د هیوستن د مخابراتو ادارې مشرې او د ښاروالۍ سلاکارې ماري بينتون، په دغو طوفانونو کې د څلورو کسانو مړينه تائيد کړې ده.
د اسوشتید پریس په حواله دغه طوفان دومره ځواکمن دی چې د هیوستون د لوړو ساختمانونو کړکۍ او ونې يې راغورځولي او پر نژدې ۹۰۰زره کورونو او سوداګريزې سیمو برق قطع شوي دي.
د هېوستن په هریس کوانټي کې نژدې ۸۷۰ زره پېريدونکي له برېښنا بې برخې شوي دي.
دامریکا د دغه ایالت د هوا پېژندنې ملي ادارې په ګڼو سیمو کې د سېلابونو او تندر طوفانونو د راتلو خبرداری او پر اکس شبکه ېې خلکو ته سپارښتنې کړې دي: «که تاسو د طوفان په مسیر کې یاست، همدا اوس ځانونه سرپناوه ته ورسوۍ. تر ټولو ښکته پوړونو کې پاته شئ.»
رپوټ زیاتوي چې په سیمه کې لارې کوڅې سيلابونو لاندې کړي او ونې او د برق پايې چپه شوي دي.
چارواکو له ځايي خلکو غوښتي دي چې د امکان تر حده پر سړکونو او سختو لارو له تګ راتګه ډډه وکړي.
د شدید طوفان له کبله د هیوستون له دوو مهمو هوايي ډګرونو پروازونه نه کیږي. د باد سرعت ۹۶ کيلومتره په ساعت کې ښودل شوی دی.
له آرشیف څخه (11.01.2023):
په کاليفورنيا کې سختو طوفانونو زيات زيان اړولی
د امريکا په کاليفورنيا ايالت کې سختو سېلابونو او د ځمکې ښوېدو سړکونو ته زيان رسولی دی. تر اوسه ۱۷ کسان وژل شوي او د هوا په اړه وړاندوېنه هم ډېره ښه نه ده.
انځور: JOSH EDELSON/AFP/Getty Imagesد کاليفورنيا سواحل له پرله پسې طوفانونو سره مخ دي. د دې ايالت يو شمير سيمې اوبو لاندې کړي دي په داسې حال کې چې دا ايالت له وچکالۍ هم کړیږي. طوفاني څپو په ساحلي سیمو کې پلونه تخريب کړي او پر سړکونو اوبه د دې باعث شوې وې چې په غرونو کې پرتو ښارونو او کليو ته د څو ساعتونو له پاره ورتگ امکان نه درلود.
انځور: Neal Waters/Anadolu Agency/picture alliance د کاليفورنيا ساحل ته څېرمه په اصطلاح «بمب سايکلون» جوړ شوی چې په ټوله سيمه کې یې له تېز باد او شديدو اورښتونو سره مل طوفانونه رامنځته کړي. په لسونو زره انسانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دی او د سېلاب د گواښ له کبله بايد خوندي ساحو ته پناه يوسي.
انځور: JOSH EDELSON/AFP/Getty Imagesتر اوسه د ۱۷ کسانو مړينه تائيد شوې او د هغه پنځه کلن ماشومان د لټون هلې ځلې هم درول شوي دي چې سېلاب وړی وو. تندو بادونو چې سرعت یې په ساعت کې ۹۷ کيلومترو ته رسیږي، سترې ونې چپه کړي دي. په سکرامنتو سیمه کې کابو ۳۵۰ زره انسانانو برېښنا نه لرله.
انځور: Paul Kitagaki Jr./ZUMA Wire/IMAGO«۱۰۱» لويه لاره سېلاب لاندې کړې
د «۱۰۱» په نوم مشهوره لويه لاره د کاليفورنيا د شمال څخه د ساحل په اوږدو کې تر د دغه ايالت په جنوب کې تر لاس اينجلس پورې غځېدلې او د سيالانيانو راجلبونکې ده. په گلروی سيمه کې دا لويه لاره بايد د سېلاب له کبله تړل شوې وای. په کاليفورنيا کې ډېر سړکونه د تخريبدو او يا د موټرو د ټکرونو له کبله تړل شوي دي.
انځور: JOSH EDELSON/AFP/Getty Imagesتېزو بادونو دا څو متره اوږده لارۍ پر سړک چپه کړې ده. د کاليفورنيا په شمال کې ډېر ښوونځي تړل شوي دي. ولسمشر جو بايدن بيړنی وضعيت اعلان کړی، څو په تر دولسو ډېرو اداري ساحو کې د مرستې او ژغورني چاري پر مخ ولاړې شي. د راتلونکو ورڅو له پاره د نورو طوفانونو وړاندوېنه هم شوې ده.
انځور: Fred Greaves/REUTERSمونتېسټو چې د ډیرو مشهور کسانو د استوگنې سيمه ده، هم د دوامداره طوفانونو له کبله بايد تخليه شي. د هوا پېژندنې ملي ادارې د « Atmospheric river» په نامه پدېدې وړاندوېنه کړې ده. د دې په ترڅ کې له پاسفيک څخه ډېره مرطوبه هوا چلیږي چې د بې ساري زیات مقدار اورښت او واورو باعث گرځي.
انځور: Ringo H.W. Chiu/AP Photo/picture alliance کاليفورنيا ايالت د شديدې آب و هوا سره بلد دی. د وچکالۍ په اوږده دوره کې ځنگلونه سوځي. په پايله کې یې د ونو او بوټو کمښت د ځمکې ښوېدو باعث کیږي او د اغیزمنو کليو او ښارونو اوسيدونکو ته خطر پيښوي. روان طوفانونه به يو څو نورې ورځې هم دوام ولري او د ټولو ويجاړيو سره سره هم يوه گټه داده چې د اوبو وچې شوې زېرمې یې یو څه ډکې کړې.
انځور: JOSH EDELSON/AFP/Getty Images