امریکا غواړي د مذهبونو د ازادۍ اتحادیه جوړه کړي
۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعهد امريکا متحده ايالاتو خارجه وزیر، مایک پمپيو د مذهبونو او ادیانو د ازادۍ د یوې بين المللي اتحادیې د جوړیدو خبره وکړه. پومپیو د جمعې په ورځ په واشنگټن کي د مذهبونو د ازادۍ د تقویې په مناسبت جوړ سوي درې ورځني کنفرانس په پای کي وویل چي «دغه ډول یوه لومړنۍ نړيواله اتحادیه به، د واحد نظر هیوادونه سره یوځای کړي«.
په دغه کنفرانس کي له ۱۰۶ هیوادونو څخه تر۱۰۰۰ اضافه حکومتي او غیر حکومتي استازو برخه اخیستې وه.
د پمپيو په خبره د جمهوررئيس دونالد ترمپ حکومت د مذهبونو او ادیانو ازادۍ ته ډیر ارزښت ورکوي. د امریکا خارجه وزارت په ۲۰۱۸م کال کي داسي یو بنسټ تأسیس کړی دی چي د مذهبي فشارونو او ظلمونو له قربانیانو سره ژر کومکونه کوي. پمپيو همدارنگه وویل، چي د ده د وزارت ټوله ۱۲۰۰۰ کارکوونکي به په داسي کورسونو کي برخه واخلي چي وروسته به مذهبي تعصبات ژر پیژندلای سي.
د ترمپ معاون، مایک پېنس وویل، چي دغه بنسټ تر اوسه پوري د تر ۱۸۰۰ اضافه متضرر سوو کسانو سره مستقیم کومکونه کړي دي. په خبره یې د مذهبونو او ادیانو د ازادۍ په برخه کي ډیر پرمختگونه سوي دي، خو بیا هم د نړۍ ۸۳ فیصدو انسانان په داسي هیوادونو کي ژوند کوي چي د مذهبونو او ادیانو ازادۍ له خطر سره مخامخ او یا حتی وجود نه لري.
پېنس د معتقدینو د زهیرولو په برخه کي خصوصأ د وینزویلا، نیکاراگوا، کیوبا، برما، اریتریا، سعودي عربستان، موریتانیا، پاکستان، ایران، شمالي کوریا او چین هیوادونو ته په نامه اشاره وکړه.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 28.04.2018)