د ترمپ د فرمان پر ضد د محکمې د پریکړې موده وغځول شوه
۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبهامریکایي قاضي دیرک واتسن، د چهارشنبې په ورځ د خپل هغې پریکړې موده وغځوله چې د سفر د بندیز په اړه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د فرامان مخه یې نیولې ده.
واتسن دغه پریکړه تر هغه وروسته وکړه چې د هوایي ایالت حکومت د ولسمشر ترمپ د فرمان پر ضد عریضه وکړه. په عریضه کې راغلي وو چې د ولسمشر فرمان د مسلمانانو پر ضد تبعیض کوي او د امریکا متحده ایالاتو اساسي قانون تر پښو لاندې کوي.
د ولسمشر ترمپ د سفر په اړه فرمان مخه په مریلند کې یوې بلې محکمې هم نیولې ده. تر دې مخکې ترمپ د جنوري په میاشت کې یو ورته فرمان لاسلیک کړی وو چې له کبله د امریکا متحده ایالاتو په بیلا بیلو ښارونو کې مظاهرې وشوې. تر مظاهرو وروسته بیا د واشنګتن یوه قاضي د ترمپ دغه فرمان وځنډوه.
ترمپ د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ژمنه کړې وه چې امریکا متحده ایالاتو ته به د مسلمانو پر سفر باندې په موقتي توګه بندیز ولګوي. هغه پر خپل دویم فرمان باندې تر بندیز لګیدو وروسته پر قاضي واتسن باندې سختې نیوکې وکړې.
که د ترمپ دغه فرمان عملي شي نو د سومالیا، ایران، سوریې، سودان او یمن هیوادونو وګړو ته به امریکا ته د تلو اجازه ور نه کړل شي.