1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديشمالی امریکا

امریکا: قاضیانو د اخراجیدو یوه شخړه ایزه مقرره لغوه کړه

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

د پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ د وخت د اخراجیدو یوه شخړه ایزه مقرره د واشنګټن یوې ایالتي محکمې د «ظالمانه» مقررې په حیث لغوه کړه.

Mexiko | Geflüchtete aus Mittelamerika an der Grenze zur USA in Ciudad Juarez
انځور: David Peinado/ZUMA Wire/IMAGO

دغي مقررې چي د ۴۲ عنوان په نامه مشهوره وه، د کرونا وبا ته په اشارې سره د دې امکان برابراوه، چي د مکسیکو سره په سرحد کي مهاجرین ژر بیرته اخراج سي.عملاً هم هلته په سل هاوو زره مهاجرین اخراج سول.

د ترمپ ځای ناستي، جو بایدن بیا اعلان وکړ چي د ۲۰۲۲م کال په پسرلي کي به دغه مقرره له منځه یوسي. خو د لویزانا د ایالتي حکومت د شکایت په سبب یوې ایالتي محکمې د دغي مقررې لغوه کیدل تحریم کړل. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب