امریکا قطر ته په خپل هیواد کې د تاسیساتو جوړولو اجازه ورکوي
۱۴۰۴ مهر ۱۹, شنبه
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هګست، دغه اعلان لږ وروسته له هغې وکړ چی د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ، د فارس خلیج له دغه عربي هیواد څخه د بریدونو پر وړاندې د دفاع کولو اړوند یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ. څه موده مخکې اسرائیلي پوځ د قطر په پلازمېنې دوحه کې د حماس پر مشرانو هوایې برید کړی و.
هګست په پنټاګون کې په داسې حال کې چې د قطر دفاع وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمان الثاني یې په څنګ کې ولاړ و وویل: «مونږ د قطر د هوایي ځواکونو له پاره د مانتین هوم په آیداهو هوایي اډه کې د تاسیساتو د منلو سند د لاسلیک کولو په حال کې یو.»
هغه وویل: «دا به د قطر د اف۱۵ جنګي الوتکو او د هغې د پیلوټانو د ځای پرځای کیدو ځای وي، څو زمونږ ترکیبي روزنې پیاوړې او همدرانګه عملیاتي ځواک او د همکارۍ وړتیاوې زیاتې شي.»
د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه: «دا زمونږ د همکارۍ یوه بله بیلګه ده او زه هیله لرم چې ښاغلی په دې پوه شي چې کولی شئ پر مونږ حساب وکړئ.»
د آیداهو اډې د انټرنټ پانې په حواله، دغه اډه اوسمهال د سنګاپور د یو شمیر جنګي جټ الوتکو کوربه هم ده.
هګست د اسرائیل او حماس ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې چې د اوربند او بندیانو د تبادلې په اړه د موافقې رامنځته کیدو سبب شو او همدرانګه له افغانستان څخه د یوه امریکایي بندي په خوشی کولو کې د قطر د «اساسي رول» له کبله د دغه هیواد مننه وکړه.
د قطر دفاع وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د پیاوړي او پایداره شراکت او ژورو دفاعي اړیکو ستاینه وکړه.
په قطر کې د العدید هوایي اډهپه منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو ستر پوځي تاسیسات دي.
د قطر له رهبرۍ سره د امریکا نزدې اړیکې، په ځانګړي توګه د دغه هیواد ولسمشر دونالد ترمپ ته د تحفې په ډول د بوئینګ ۷۴۷ ډوله الوتکې ورکول، د حیرانتیا سبب شوی دی.
که څه هم ظاهراً د جو بایډن د حکومت پر مهال د آیداهو پر تاسیساتو کار روان و، خو دا موضوع په ټولنیزو رسنیو کې له نیوکو سره مخامخ شوه، د هغې له جملې څخه د ښې اړخي افراطي فعالې لورا لومر له خوا چې معمولاً د ترمپ متحده وه.
لومر په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «هیڅ کله مې فکر نه کولو چې جمهوري غوښتونکي به قطري مسلمانانو ته چې د ترهګرۍ مالي ملاتړ کوي، د متحده ایالاتو په خاوره کې پوځي اډه ورکړي، څو وکولی شي امریکایان ووژني.»
هګست چې هیڅ کله یې نه و ویلي چې دا اډه ده، وروسته یې په ایکس کې ولیکل: «قطر به په متحده ایالاتو کې خپله پوځي اډه ونه لري او نه به هم یوې اډې ته ورته څه وي. مونږ دغه اډې کنترولوو، لکه څنګه چې د نورو شریکانو کنترولوو.»