1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له اروپا غوښتي چې پر ایران بندیزونه ولګوي

۱۳۹۷ آذر ۱۳, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام د نړۍ له پاره جدي ګواښ بللی دی. امریکا له اروپایي اتحاديي غوښتي دي چې د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام له کبله، پر دغه هیواد سخت او نوي بندیزونه ولګوي.

Iran Revolutionsgarden Ballistische Rakete
انځور: picture-alliance/dpa/Iran defence ministry

امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر دریمه) له اروپایي اتحاديي وغوښتل چې د ایران د بالستیک توغندیو له کبله، پر دغه هیواد باندي نوي او سخت بندیزونه په پام کې ونیسي.

د فرانسې خبري آژانس د امریکا متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزارت کې د ایران د اړونده چارو د یوه چارواکي برایان هوک، له قوله لیکلي دي: «موږ له اروپایي اتحادیي څخه غواړو چې د ایران پر وړاندې بندیزونه ولګوي، څو د ایران د توغندیو پروګرام تر هدف لاندې ونیول شي.»

هوک، په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې د ایران پر وړاندي د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، «حد اکثر بندیزونه» به هغه وخت لا زیات اغیزمن وي چې د نورو هیوادونو له لوري يي هم ملاتړ وشي. هوک زیاته کړه: «د ایران خطر نوی او مخ پر زیاتیدونکی ګواښ دی او د نړۍ د هیوادونو له ډلې اروپایي اتحادیه باید خپلې هڅې په کار واچوي، څو د ایران د توغندیو د پروګرام مخنیوی وکړي.»

هوک، دا هم ویلي دي چې د ایران د توغندیو ازموینې د منځني ختیځ د سیمې له پاره ستر خطر او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک نقضول دي.

اروپا ته پمپیو سفر

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دسمبر میاشتي په لومړۍ نیټه د خپل ټویټر په پیغام کې د ایران د توغندیو او توغندیزو وسلو د ازمویلو په هکله خبرداری ورکړی وو: «د ایران رژیم په تازګۍ سره د منځني واټن یو توغندی ازمویلی دی چې د څو سرګلولو د لیږد وړتیا لري.»

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په خپل دغه پيغام کې د توغندي ازمویلو له کبله پر ایرن نیوکې کړې وې او په عین وخت کې یي ویلي وې: «موږ له ایرانه غواړو چې خپل دغه فعالیتونه ودروي.»

پمپیو د ایران له لوري د توغندي دغه ازموینه د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک څخه سرغړونه یاده کړې وه.

په پام کې ده چې مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر څلورمه) په بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د اروپایي اتحادیي د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وویني. له خپلو اروپایي سیالانو سره د خبرو اترو یوه موضوع به د ایران په هکله خبرې اترې وي.

په پام کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر به په بروکسل کې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره هم وویني. برایان هوک په دغه سفر کې له پمپیو سره ملتیا کوي.

د آلمان او فرانسې غبرګون

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د ایران له لوري د توغندۍ وروستۍ ازموینه باندې انتقاد کړی او دا یي د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک نقض بللی دی. آلمان له ایران غوښتي دي چې د توغندیو ازمویل ودروي.

فرانسې هم د دوشنبې په ورځ د ایران له لوري د توغندي د نوې ازموینې په هکله اندیښنه څرګنده کړې او دا کار یي «د لمسونکي او بې ثباته کوونکي» اقدام په توګه غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي، د یکشنبې په ورځ د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د ټویټ په پیغام کې ویلي ول: «د امنیت شورا هیڅ پریکړه لیک د ایران د توغندیو د پروګرام یا ازمویلو څخه نه منع کوي.»

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل