1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له افغانستانه د کومو توکو پر وارداتو محدودیت لگولی؟

۱۴۰۰ اسفند ۴, چهارشنبه

متحده ایالاتو له افغانستانه د یو شمیر فرهنګي او تاریخي آثارو واردات محدود کړي او د بهرنیو چارو وزارت په خبره په دې سره غواړي د فرهنگي آثارو د غلا او د «ترهگرو» له لوري د دغو آثارو د پیر او پلور مخه ونیول شي.

Afghanistan | Teile der zerstörten Buddha Statue
انځور: Rafiq Maqbool/AP/picture alliance

دغه فرمان چې په «اضطراري» ډول پلي شوی او د جمعې له ورځې راهیسې نافذ دی د متحده ایالاتو د حکومتي لېست له مخې پر نورو سربیره له افغانستانه د سرامیک، نقاشیو، ښيښې، ټوکر، کاشي او د لرګيو پر واردلو محدودیتونه لګیدلي دي.  

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغو محدودیتونه هدف دا دی چې «د متحده ایالاتو د هنر بازار ته د غیر قانوني توکو د قاچاق مخه ونیول شي» او په دې ډول د افغانستان د کلتوري میراثونو د لوټ او تالان او همداشان د ترهگرو او جنایتکاره ډلو له لوري د دغو کلتوري اثارو د پیر او پلور څخه د گټې اخیستنې مخنیوی شوی وي.   

د فرانسې خبرې آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه غوښتنه د پخواني افغان حکومت له لورې شوې وه، کوم چې د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې راوپرځید.

د لرغونو سکو راټولوونکی او مدافع وکیل پیتر تومپا، په خپل یوه بلاگ، کې دا پوښتنه کړې ده چې آیا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت «د یوه حکومت په (غوښتنه) عمل کولی شي چې نور موجود نه وي.»

هغه په خپل بلاګ کې لیکلي دي چې «اصلي پوښتنه د دغو محدودیتونو عملي کول دي. که چیرې یو توکی ونیول شي نو (له طالبانو سره د امریکا د ديپلوماتیکو اړیکو تر رغیدو وورسته) به دغه توکي بیرته طالبانو ته سپارل کیږي.»

انځور: Ebrahim Mahdavi/DW

د هنر ورځپاڼې دې ټکي ته اشاره کړې ده چې نوي مقررات ښایي د آثارو راټولوونکو له پاره لوجیستکي ستونزې راولاړي کړي چې لا دمخه یې توکي متحده ایالاتو ته پر لاره دي. په پام کې ده چې دغه توکي په راتلونکي میاشت کې په نیویارک کې لیلامۍ ته وړاندې شي.

د تومپا په آند د وارداتو په برخه کې یوه اسثنا چې د ۲۰۲۶م کال تر اپریل میاشتې ده او تمدید کيدای هم شي، پکې پر عصري ټوکر نه بندیز دی. 

هغه په خپل بلاګ کې وړاندې لیکلي دي که چیرې د دغه ټوکر پر واردولو هم بندیز وضع شي «نو دا به په بالقوه توګه د افغان میرمنو معیشت خراب کړي» چې د ټوکر د صادراتو له لارې پیسې ګټي.

د افغانستان ملي موزیم بيا د لیدونکو پر مخ پرانیستل شوی

تیر کال یونسکو پر طالبانو غږ کړی وو چې د افغانستان د کلتوري میراثونو په برخه کې مرسته وکړي.  

طالبانو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۱م کال کې په بامیان کې د بودا مجسمې ویجاړې کړې وې، چې سخت نړیوال غبرګونونه یې راپارولي وو. 

ځینو ځایي چارواکو او د یونیسکو پخواني کارکوونکو چې په افغانستان کې میشت ول د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ډیر شمیر لرغوني آثار چې زیرمه شوي وو په تیر میلادي کال کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته یا غلا شوي او یا له منځه وړل شوي.

  تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو یوه غړي سیف الرحمان محمدي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو: «زه تاسو ته دا تائیدولی شم چې لوټمار شوی، خو دا کار زموږ له رارسیدو دمخه شوی وو.» هغه د دې کار پړه پر غلو اچولې وه.