1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ میليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

۱۴۰۰ دی ۲۱, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ له افغانستان سره د ۳۰۸ میليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ. د امریکا د مرستې دغه لومړنۍ بسته به د روان میلادي کال په جریان کې ترسره کیږي.

Argentinien Dollar Scheine
انځور: picture-alliance/dpa/aa/S. Goya

امريکا متحده ايالاتو د مرستې دغه اعلان، داسې وخت کړی چې په همدې ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي له پاره له نړیوالې ټولنې څخه د څه باندې ۵ ميليارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

له واشنګټن څخه د فرانسې خبري آژانس په حواله د امریکا له خوا دغه اعلان شوې مرسته به د روان کال په جریان کې ترسره کيږي.

د امریکا متحده ایالاتو پراختیايي ادارې (USAID) په يوه اعلامیه کې ويلي دي چې دغه پیسې به د خوراکي موادو، د اړمنو خلکو د تغذيې، روغتیايي خدماتو، ژمنیو پروګرامونو او په لوژستيکي برخو کې لګول کیږي.

افغانستان چې تر ډيره پر بهرنيو مرستو متکي دی، له تیر اګست مياشتي راهيسې چې طالبان واک ته رسيدلي د دغو مرستو بهیر سخت ټکنی شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان په خپله غوښتنه کې دا هم ويلي دي که د نړیوالې ټولنې له خوا مرستې چمتو شي نو دوی به يې د طالبانو له لارې نه بلکې د دغه سازمان او غیرحکومتي موسساتو له طریقه په افغانستان کې لګوي.