1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د افغانستان په اړه د هند انديښنې په پام کې نيسو

۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبه

امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې ده چې له افغانستان څخه به د ځواکونو د راایستلو په ترڅ کې د هند اندیښنې په پام کې نیسي. په واشنګټن کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د لوړې کچې په خبرو کې پر نورو موضوعاتو هم توافق شوی.

Indien | USA | Staatsbesuch Mike Pompeo |
انځور: Reuters/A. Abidi

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې په واشنګټن کې دغه خبرې په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې په هند کې د تابعیت د نوي قانون پر ضد پراخه لاریونونه کیږي او انتقاد کوونکي ادعا کوي چې دغه نوی قانون مسلمانان هدف ګرځوي. خو پمپیو د دې موضوع په هکله له خبرو کولو سره ونه غوښتل چې خپل میلمانه ناکراره کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو او دفاع چارو وزیران مایک پمپیو او مارک ایسپر له څو ورځو راهیسې له خپلو هندي سیالانو سره په خبرو بوخت دي. د دغو دواړو امریکايي چارواکو په وینا دوی له خپلو هندي سیالانو سره د طالبانو او متحده ایالاتو د نویو خبرو د موضوع په هکله ژورې خبري کړي چې موخه یې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې ختمول دي.

پمپیو یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې «دوی د هند اندیښنې درک کوي... او دغه اندیښنې سمې هم دي چې دوی یې د پاکستان په اړه د تروریزم د سرچینې په توګه لري.» پمپیو یادونه وکړه چې «موږ هغوی ته ډاډ ورکړ چې موږ به هغه [اندیښني] په پام کې ونیسو.»

پمپیو هیله څرګنده کړه چې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په پایله کې به چې د واشنګټن ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد یې پرمخ وړي د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ کمی رامنځ ته شي، څو متحده ایالات وکولای شي [په افغانستان کې] د خپلو ځواکونو شمیر راکم کړي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې هند د طالبانو په اصطلاح قسم خوړلی دښمن دی، هغه ډله چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د هند له رقیب هیواد پاکستان سره متحد شول او د هند ضد اسلامپاله افراطیانو څخه يې هرکلی وکړ.

انځور: Getty Images/AFP/R. Schmidt

هند بیا د افغانستان د حکومت یو له مهمو ملاتړو څخه دی او د طالبانو د رژیم له رانسکوریدو راهیسې یې له افغانستان سره شا او خوا درې میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرهمنیم جی شنکر، ویلي دي: «طبعا موږ د افغانستان د راتلونکي په هکله اندیښنې لرو. موږ پر دې باور یو چې په افغانستان کې د بیا پخلاینې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو تر مالکیت لاندې وي.»

په دغه خبري کنفرانس کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر د دې رپوټ په هکله له تبصرې کولو ډډه وکړه چې ښایي د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له افغانستان څخه د ۴۰۰۰ امریکایي عسکرو د راایستلو اعلان وکړي او په افغانستان کې یې د ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ سرتیرو ته راټیټ شي.

له هند سره د ترمپ ادارې د ژمنیتا د نخښې په توګه، د متحده ایالاتو له خوا د ایران پر ضد لګول شوو بندیزونو په ترڅ کې په استثنایي توګه نوي ډهلي ته اجازه ورکړل شوې چې د ایران سره ګډه د چابهار بندر د جوړولو په چاره کې برخه ولري.

هند له ایران سره هم دوستانه اړیکي لري او له دې سره لیوالتیا لري چې افغانستان ته د توکو د انتقال له پاره د پاکستان پرته بله لار ومومي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیواد یې د متحده ایالاتو د مرستې منندوی دی. یوه امریکايي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه ښوولو په شرط دا خبره تائید کړې ده چې تر هغه وخته چې د ایران سپاه انقلاب د چابهار بندر په چارو کې شامل نه وي، نو متحده ایالات به دغه استثنا وغځوي. د دغه چارواکي په خبره دوی پر دې پوهیږي چې چابهار د افغانستان له پاره مهم نقش لري.

پر دې سربیره متحده ایالاتو او هند پر دې باندې توافق کړی دی د قانون جوړونکو د تبادلې له پاره یو پروګرام جوړ کړي، د فزیک په برخه کې د تحقیقاتو لمن پراخه کړي، پوځي اړیکي غښتلې کړي او له آسیا څخه د سوله ساتو ځواکونو له پاره ګډه روزنه هم پيل کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب