1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

«امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول بند کړي»

۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبه

د امریکا د استخباراتو ادارې (CIA) مشر جان رتکلیف، چهارشنبه وويل چې له اوکراین سره ېې د استخباراتي معلوماتو شریکول قطع کړي دي. دغه اقدام کېدای شي د روسي ځواکونو په نخښه کولو کې د اوکراین پوځي وړتیا له شدید خنډ سره مخ کړي.

اوکرایني ځواکونه د دندې پر مهال
د امریکا د استخباراتو ادارې (CIA) مشر جان رتکلیف، چهارشنبه وويل چې له اوکراین سره ېې د استخباراتي معلوماتو شریکول قطع کړي ديانځور: Alexandros Avramidis/REUTERS

د امریکا له خوا له اوکراین سره د پوځي مرستو د ځنډولو او د استخباراتي معلوماتو د نه شریکولو تصامیم ښيي چې د ترمپ اداره غواړي د یوې سختې لوبې په کولو سره خپل دغه متحد مجبور کړې تر څو د مذاکرې مېز ته کېنې.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، د سه شنبې په ورځ وويل چې د اوکراین ولسمشر ولوديمیر زیلنسکي له خوا استولی يو لیک ېې ترلاسه کړی چې په هغه کې زیلنسکي علاقمندي ښوولې چې د روسیې- اوکراین جګړې د پای ته رسولو له پاره د مذاکرې مېز ته کېني.

د امریکا د استخباراتو د ادارې (CIA) مشر جان رتکلیف د چهارشنبې په ورځ وويل چې له اوکراین سره ېې د استخباراتي معلوماتو شریکول قطع کړي ديانځور: picture-alliance/AP/A. Harnik

د سې آی اې مشر، جان رتکلیف، فاکس بیزنیس شبکې ته وویل: «زه پر پوځي او استخباراتي جبهې فکر کوم.» هغه زیاته کړې: «زه فکر کوم له منځه به ولاړ سي.«

له وضعیت څخه درو نورو باخبرو سرچينو هم منلې چې امریکا متحده ایالاتو له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول قطع کړي دي. له دغو درو سرچینو یوې ېې وويل چې دغه معلومات تر «یو حده» قطع شوي، خو نور جزئيات ېې ور نه کړل.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل