1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له جاپان څخه خپل ۹۰۰۰ سرتیري راباسي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعه

جاپان او د امریکا، د اوکيناوا په امریکايي پوځي اډه کې د سرتیرو د شمیرې پر رانیمايي کولو باندې سره توافق کړی دئ. د یوه تړون له مخې به کابو ۹۰۰۰ امریکايي سمندري سرتیري د نورو سربیره ګوام، استرالیا او هوايي ته ولیږدول شي. په دې توګه به د جاپان په ټاپو کې نزدې ۱۰۰۰۰ امریکایي سرتیري پاته شي.

په اوکیناوا کې ولس د څو کلونو راهیسې د امریکا د پوځي حضور پر ضد احتجاجونه ترسره کوي. د نورو دلایلو سربیره دغلته په ۱۹۹۵ میلادي کال کې د یوه امریکايي عسکر له خوا د یوې دولس کلنې انجلۍ سره د جنسي تیري وروسته، خلکو د سرتیرو د ویستلو غوښتنې پیل کړې. په جاپان کې شاوخوا ۷۴۰۰۰ امریکايي سرتیري میشت دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب