1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له داعش څخه د ملاتړ په تور يو افغان نيولی

حسین سیرت | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۱۳, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغنستان یو بل تبعه یې د داعش له خراسان څانګې څخه د ملاتړ په تور نیولی دی. دغه سړی د تخلیې د پروگرام له لارې امریکا ته انتقال سوی و.

په واشنگټن کې د ملي گارد سرتیري د ماموریت پرمهال
آرشیف:د امریکا د داخلي امنیت وزارت وویل چې د افغنستان یو بل تبعه یې د داعش له خراسان څخه د ملاتړ په تور نیولی دی. انځور: Tasos Katopodis/Getty Images/AFP

د امریکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د جان شاه ص. په نوم یو افغان یې چې د تخلیې د پروگرام له لارې دغه هیواد ته داخل سوی و، د داعش له خراسان څانګې څخه د ملاتړ په تور د ویرجینیا په ایالت کې نیولی دی.

ډویچه ویله، د آلمان د عامه رسنیو د قانون له مخې د تورنو او شکمنو کسانو بشپړ هوئيت نه خپروي.

نوموړي وزارت ویلي دي چې د افغانستان دغه تبعه د ۲۰۲۱ م کال په سپتمبر کې له لسونو زرو نورو افغانانو سره یو ځای چې د امریکا د پخواني ولسمشر، جو بایدن د ادارې له خوا له خپل هیواد څخه انتقال سول، د امریکا متحده ایالاتو ته داخل سوی و.

دغه سړی پس له هغه نیول کیږي چې په واشنگټن کې د ملي گارډ پر دوو سرتیرو د یوه افغان شکمن کس له فېرونو وروسته، د پناه غوښتونکو  په تیره بیا افغان پناه غوښتونکو په وړاندې د امریکا سیاست سخت سوی دی او دې موضوع په دغه هیواد کې د افغانانو په منځ کې د اندیښنو څپه راپارولې ده. 

په وروستیو ورځو کې د نیول کیدو دریمه قضیه

د امریکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت د وزارت په حواله، نیول سوي افغان د مؤقت حفاظت «ټي پي اس» د وضعیت له پاره عریضه ورکړې وه، خو د هغه عریضه د امریکا د داخلي امنیت د وزیرې له خوا د افغانانو له پاره ددغه ډولاقامې د اعتبار د پای ته رسیدو له امله و نه منل سوه.

د امریکا متحده ایالاتود داخلي امنیت وزیرې، کریستي نووم، په یوې اعلامیې کې وویل چې نیول سوي کس له داعش خراسان څخه مالي ملاتړ کاوه.

د امریکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت وزیرې وویل: «د بایدن حکومت د امریکا په تاریخ کې د ملي امنیت یو تر ټولو ناوړه بحران رامنځته کړ.» هغې ادامه ورکړه: «بایدن تقریباً ۱۹۰ زره افغانان پرته له لومړنیو څېړنو څخه زموږ هیواد ته راداخل کړل او هغوی یوازې هغه وخت خپل هدف او هویئت مشخص کړ، کله چې د امریکا خاورې ته ورسیدل.»

د امریکا د داخلي امنیت د وزارت په حواله، دا د افغانستان دریم تبعه دی چې د یوې اونۍ په ترڅ کې په دغه هیواد کې نیول کیږي.

مخکې له دې، رحمن الله ل. په واشنگټن کې د ملي گارډ پر دوو سرتیرو د فیرونو په تور چې یوې سرتیرې ساه ورکړه، نیول سوی دی. د نوامبر پر ۲۵ مه د محمد داود ا. په نوم یو افغان د بم جوړولو او ځانمرگي برید د گواښ په تور ونیول سو. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب