1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

له سوډانه د بهرنیانو تخلېه؛ بايدن د فوري اوربند غوښتنه وکړه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳, یکشنبه

امریکا متحده ایالاتو او فرانسې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه چې دغه ښار دا وخت د شدیدو جګړو شاهد دی، خپل اتباع تخلیه کوي. ګڼ شمیر نور هیوادونه هم په دې هڅه کې دي چې له خرطومه خپل اتباع وباسي.

Sudan Konflikt l Evakuierung Japanischer Bürger l  C-130-Transportflugzeug der Japan Air Self-Defense Force
انځور: The Yomiuri Shimbun/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن، د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکايي ځواکونه چورلکې د سوډان پلازمېنې خرطوم ته ورغلي څو په دغه ښار کې د امریکا د سفارت کارکوونکي تخليه کړي.

بايدن په داسې حال کې چې ويل ېې د امريکا پوځ د امریکا د حکومتي پرسونل د وښکلو په موخه «يو عملیات ترسره کړل»، په خرطوم کې ېې روان خونړي تاوتريخوالي وغندل او د يوه فوري اوربند غوښتنه ېې وکړه. بایدن په یوه اعلاميه کې په سوډان کې د روانو نښتو په اړه ويلي دي: «دا بې وجداني ده او باید متوقف شي.»

ورته نور ولولئ:  ملګري ملتونه: په سوډان کې ۱۸۵ کسان وژل شوي

زیاته شوې چې د څه کم سلو کسانو د تخلېې په دغه عملیات کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو څه باندې سلو ځواکونو برخه اخیستلې وه. دغه تخلیه په درو چینوک ډوله چورلکو کې چې له جيبوتي څخه ېې پروازونه کړی وو ترسره شوه. چورکې د تخلېې په ځای کې د څه کم یوه ساعت له پاره تم شوې وې.

فرانسې هم د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شمالي افریقا له دغه هیواد څخه ېې د خپلو اتباعو د تخلېې پروګرام پيل کړی دی.

ورته نور ولولئ: سوډان: نښتې دوهمې اوونۍ ته داخلې شوي؛ د بهرنیانو د تخلېې هڅې روانې دي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په دې هکله د ډېرو جزئياتو پرته وويل چې د «تخلېې یو چټک پروګرام» ېې پیل کړی او په دې برخه کې له نورو اروپايي او «متحدو هیوادونو» له اتباغو سره هم مرسته کوي.

په سوډان کې د دغه هیواد د پوځي مشر او د هغه د رقيبې، نیمه پوځې ډلې ترمنځ نښتې اوس په دوهمه اوونۍ کې ديانځور: AFP

تېره ورځ د سوډان پوځ ويلي وو چې سعودي عربستان خپل ديپلوماټان له خرطوم څخه ايستلي او له نورو هیوادونو څخه ېې غوښتي وو چې خپل ديپلوماتان په خوندي توګه وباسي.

په سوډان کې د دغه هیواد د پوځي مشر او د هغه د رقيبې، نیمه پوځې ډلې ترمنځ نښتې اوس په دوهمه اوونۍ کې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د تازه معلوماتو پر اساس، په دغو نښتو کې تر اوسه له ۴۲۰ ډير کسان وژل شوي او څه باندې ۳۷۰۰ نور ټپیان شوي دي. دا وخت د پلازمېنې خرطوم او شاوخوا سيمو د روغتونو څه باندې دوه درېمه برخه د روغتيایي خدماتو له عرضې څخه پاته شوي دي. د ډاکټرانو اتحادېې ويلي دي چې په شمالي کردفان کې لږ تر لږه پر څلورو روغتونونو ګولۍ اورول شوي دي. 

ورته نور ولولئ: د سوډان په نښتو کې د وژل شوو کسانو شمیر لوړ شوی

ګڼ شمیر بهرنيو هیوادونو ويلي دی چې په سوډان کې د خپلو زرونو میشتو اتباعو د تخلېه کولو له پاره چمتوالی نیسي. جاپان او جنوبي کوریا بیا په ګاونډيو هیوادونو کې خپل ځواکونه مستقر کړي او اروپايي اتحادیه هم د ورته ارزونې په حال کې ده. د آلمانۍ مجلې شپېګل د رپوټ پر اساس، د آلمان درې پوځي ترانسپورتي الوتکې د چهارشنبې په ورځ بېرته راګرځېدو ته اړې شوې. د خرطوم نړېواله هوايي اډه یوه له هغو سیمو څخه ده چې سخته جګړه ورباندې کيږي چې د پوځ د رقیبې نیمه مليشې ډلې (RSF) په کنټرول کې ده.

د نښتو په ابتدا کې ویل شوي وو د جګړو تر ټولو ډير تمرکز د پوځ پر مرکزي قوماندانۍ، ولسمشرۍ ماڼۍ او نور حکومتي تاسیساتو باندې دی چې په کې له درنو وسلو کار اخیستل کیږي. رپوټونه دا هم وايي چې د ملکيانو د هستوګنې سیمو کې هم نښتې کيږي او په وژل شوو کې ملکي وګړي شامل دي.

(AFP)mks/mns

له آرشیف څخه د یوې سوډانۍ مهاجرې په هکله یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب