1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: مسکو پر اوکراين د حملې له پاره پلمه جوړوي

۱۴۰۰ دی ۲۵, شنبه

د سپينې ماڼۍ ویانده وايي، امریکا داسې معلومات پیدا کړي چې ښيي روسيې د اوکراین په ختيځ کې يوه ډله د «تخریبکارانه اقداماتو» له پاره ځای پرځای کړې ده. امریکا وايي روسيې د کریمیا د الحاق له پاره هم همداسې تکتيک کارولی وو.

Militärübung in Russland
انځور: AP/dpa/picture alliance

د امریکا حکومت پر روسیې باندې تور پورې کړی چې پر اوکراین باندې د حملې له پاره پلمه جوړوي او د دې کار له پاره «صحنه سازي» کوي. د سپينې ماڼۍ وياندې، جن ساکي، په خپل وروستي خبري کنفرانس کې وويل چې واشنګتن داسې اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړی چې ښيي روسيې د اوکراین په ختيځ کې يوه ډله د تخریبکارانه اقداماتو د ترسره کلولو له پاره ځای پر ځای کړې ده.

هغې وويل چې په دغې ډله کې داسې افراد هم شتون لري چې د چاودیدونکو موادو په برخه کې يې زده کړې لیدلي دي او پلان لري چې هلته د روسيې د استازو خلاف فعالیتونه ترسره کړي. ساکي همدارنګه د يوه رسنيز کمپاين له په لاره اچولو څخه هم انديښنه ښکاره کړه چې پر وینا يې دغه کمپاين په اوکراين کې د روسیې د مداخلې د توجیه له پاره کارول کيږي.

سپينې ماڼۍ تر اوسه د دغو تورونو د اثبات له پاره کوم اسناد نه دي وړاندې کړي، اما د پنټاګون ویاند، جان کربي د دغو اطلاعاتو د صحت په اړه ډاډمن دی. د هغه په خبره، روسيې په ۲۰۱۴م کال کې د کریما جزيرې د الحاق له پاره هم له همدا ډول یو روش څخه استفاده کړې وه.

هغه د جمعې په ورځ يوه خبري کنفرانس کې د روسیې له خوا په اکراین کې پر روسي ژبو اتباعو د حملې له پاره، د «صحنې سازۍ يوې عملياتي» طرحې د جوړولو یادونه وکړه.

د هغه په خبره، «روسيې عوامل» په پام کې لري په دې کار سره د «اوکراین د اشغال له پاره يوه پلمه» په لاس راوړي.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور، جک سالیوان هم د پنجشنبې په ورځ په یوه ناسته کې خبریالانو ته د کریميا الحاق له پاره «روسیې تکتیک» ته اشاره وکړه. هغه وویل چې امریکا «داسې رازونه موندلي چې ښيي روسیه غواړي پر اوکراین باندې د یرغل له پاره یوه پلمه جوړه کړي.»

خو د کرملین ویاند، دیميتري پسکوف بیا د روسیې دولتي آژانس، تاس، ته ويلي دي چې دغه څرګندونې کاملاً بې اساسه دي. د روسيې دفاع وزارت د جمعې په ورځ (د جنوري ۱۴مه) اعلان وکړ چې د روسيې په ختيځه دفاعي حوزه کې يو لړ نا اعلان شوي پوځي مانورونه ترسره شوي دي. دغه مانورونه د اوکراین بحران په تړاو، د روسيې او لويديځو هیوادونو تر منځ د ناکامو مذاکراتو په ادامې ترسره شول.

په همدې ورځ، تر دغو مذاکراتو تر پای لږ وروسته، د اوکراين د ډيرو دولتي ادارو سايټونه د يوې پراخې سايبري حملې لاندې ونیول شول.، په دغو ادارو کې د ولسمشرۍ ریاست بنسټ، دفاع وزارت، خارجه وزارت او د دغه هیواد د ملي امنیت شورا سايټونه هم شامل دي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب