د منځګړو هېوادونو مشرانو د غزې د سولې تړون لاسليک کړ
۱۴۰۴ مهر ۲۲, سهشنبه
د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ چې د غزې د سولې په هکله نړیوالې غونډې کې د گډون له پاره د مصر شرم الشیخ ته تللی وو، پرون، دوشنبه یې د مصر، قطر او ترکیې له مشرانو سره په ګډه د غزې د سولې تړون لاسليک کړ. نوموړي د سولې د خپلې طرحې د دوهم پړاو په هکله د خبریالانو په جواب کې وویل چې دغه پړاو "پیل سوی دی."
پر ترمپ سربیره د مصر، قطر او ترکیې د هیوادونو مشرانو هم دغه سند چې هدف یې د غزې په جگړه کې د سولې راوستل او د دواړو ښکیلو خواوو ترمنځ د اوربند تثبیت دی، لاسلیک کړ.
ډونالډ ترمپ د نوموړي توافق له لاسلیک کیدو وروسته وویل، د داسې یوه توافق لاسلیکول درې زره کاله وخت ونیو او دغه توافق به "پر خپل ځای «همداسي ثابت» پاته وي."
نوموړی چې مخکې له دې په دغه ناسته کې د گډون له پاره چې د څه د پاسه ۲۰ هیوادونو د مشرانو په حضور سره جوړه سوې وه، له اسرائیل څخه مصر ته تللی و، د شرم الشیخ په هوايي ډگر کې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي له هرکلي سره مخامخ سو.
السیسي ددغه توافق له لاسلیک کولو وروسته د خپلې سیمې له پاره د یوه روښانه راتلونکي خوشبیني وکړه او وې ویل: «زموږ په مخکې، باثباته منځني ختیځ ته د رسیدو له پاره یو تاریخي او بې ساری فرصت قرار لري.»
اړوند:حماس ۷ یرغمل آزاد کړل؛ ترمپ ويلي «په غزه کې جګړه پای ته رسېدلې»
هغه همدارنگه د دوو دولتونو حل لاره د مشروع هیلو د پوره کولو یوازینۍ لاره وبلله.
ولسمشر ترمپ په شرم الشیخ کې د دې تړون تر لاسليک کولو وروسته بيرته واشنګټن ته ستون سو.
ترمپ د خپل یو ورځني سفر په پیل کې د دوشنبې په ورځ د اکتوبر ۱۳ مه لومړی اسرائیل ته ولاړ او د ځینو اسرائیلي یرغمل سویو له کورنیو سره له لیدنې کتنې وروسته یې ددغه هیواد په پارلمان کې وینا ورکړه.
نوموړی وروسته شرم الشیخ ته ولاړ او د اسرائیل او حماس تر منځ منځگړو هیوادونو سره یې د غزې د اوربند توافق لاسلیک کړ. ترمپ همدارنگه د دواړو ښکیلو خواوو ترمنځ د اوربند د خبرو اترو د دوهم پړاو له پیل کیدو څخه خبر ورکړ.
اسرائیلي چارواکي: ۱۹۶۸ فلسطیني زندانیان آزاد سول
د اسرائیلد زندانونو اداره وايي چې له حماس سره د توافق له مخې یې نیژدې ۲ زره فلسطیني زندانیان آزاد کړي دي.
په پام کې وو چې د اسرائیل او حماس د توافق له مخې د اسرائیلي ۴۸ ژوندي او وژل سویو اسرائیلي یرغملو په بدل کې ۲۵۰ په سختو جرمونو تورن فلسطیني زندانیان او شاوخوا ۱۷۰۰ هغه فلسطني زندانیان چې د اسرائیل پر خاوره د حماس له برید وروسته نیول سوي وو، آزاد کړای سي.
د اسرائیل د زندانونو سازمان وايي چې په مجموع کې یې ۱۹۶۸ فلسطیني زندانیان آزاد کړي دي او هغوی د اردن سېند لویدیځې غاړې او غزې تراډې ته انتقال سوي دي.
د اسرائیل د دفاع وزیر حماس د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړ
د حماس د هغه اعلان په اړه چې یوازې د څلورو یرغمل سویو کسانو جسدونه به وسپاري د اسرائیل د دفاع وزیر، یسرائيل کاتس اعلان وکړ چې دغې ډلې د سولې د تړون له لومړي پړاو څخه سرغړونه کړې ده.
نوموړي په ټولنیزه شبکه ایکس کې، د تړون په پلي کولو کې هر ډول ځنډ یا قصدي ډډه کول د دغه تړون "جدي سرغړونه" وبلله او خبرداری یې ورکړ چې "مناسب ځواب به ورکړل سي."
د اسرائیل او حماس د ترهگرې ډلې ترمنځ د سولې د توافق له مخې باید د غزې له تراډې څخه د اسرائیل د ځواکونو له شاتگ ۷۲ ساعته وروسته ټول ۴۸ اسرائیلي یرغمل چې ۲۰ یې ژوندي او ۲۸ یې وژل سوي دي، سپارل سوي وای.
حماس مخکې له دې اعلان کړی و چې د ځینو یرغملو کسانو د جسدونو موندل ښايي ډیر وخت ونیسي، ځکه د هغوی د ښخولو ځای معلوم نه دی.
تر اوسه پورې نړیوال سره صلیب ته د دوو اسرائیلي یرغملو د جسدونو سپارل تأیید سوي دي.
په مونشن کې په سلونو کسانو د اسرائیلي یرغملو آزادیدل ولمانځل
د آلمان د مونشن په ښار کې شاوخوا ۳۰۰ کسان د یهودانو په یوې کنیسې کې راټول سول او د حماس دفلسطیني ډلې له بندیگرت څخه یې د اسرائیلي یرغملو آزادیدل ولمانځل.
په دغه غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۳ مه د غزې د توافق له لومړني پړاو سره یې سمون درلود ، حاضرینو شعار ورکاوه: «موږ به بیا هم ونڅیږو.»
ځینو یې د اسرائیل بیرغونه له ځانه سره درلودل او ځینو یې یو او بل په غیږ کې نیول.
د مونشن ښاروال ، دیتر رایتر وویل: «نن داسې یوه ورځ ده چې کولای سو حداقل محتاطانه خوشبینه واوسو او په منځني ختیځ کې سوله ممکن وبولو.»