1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

امریکا:‌ ناروغ ته د یو میلیون ډالرو بل ورکړل شوی

۱۳۹۹ خرداد ۲۵, یکشنبه

د امریکا په سیاټل ښار کې د کرونا یوه ۷۰ کلن ناروغ ته له روغتون څخه تر رخصتیدو وروسته د یو اعشاریه یو میلیون ډالرو بل ورکړل شوی دی. د رپوټونو په اساس دغه امریکايي ناروغ د ۶۲ ورځو له پاره په روغتون کې تر درملنې لاندې وو.

Bildergalerie USA Los Angeles | Coronavirus | Ärztin Zafia Anklesaria
انځور: Reuters/L. Nicholson

امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې د دې هیواد په شمال غربي سیاټل ښار کې د کرونا ویروس یوه ناروغ ته له روغتون څخه تر رخصتیدو وروسته د یو اعشاریه یو میلیون ډالرو یو بل ورکړل شوی دی.

د سیاټل ټایمز رسنۍ د رپوټ په حواله، ۷۰ کلن مايکل فلور د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۴مه نیټه د کرونا ناروغۍ له کبله روغتون ته انتقال شوی وو. یاده امریکايي رسنۍ په خپل رپوټ کې زیاتوي چې دغه ۷۰ کلن ناروغ د ۶۲ ورځو له پاره په روغتون کې تر درملنې لاندې وو او یادې پیسې پر نوموړي باندې مصرف شوي دي.

سیاټل ټایمز په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي چې د درملنې پرمهال، د نوموړي ۷۰ کلن ناروغ صحي وضعیت دومره خراب شو، چې نرسانو یې غوښتل د وروستۍ خدای پامانۍ له پاره یې کورنۍ ته زنګ ووهي. خو د تمې خلاف، هغه بیرته ښه شو او د مې میاشتې په څلورمه نیټه تر درملنې وروسته بیرته خپل کور ته ولیږل شو. په رپوټ کې رغلي چې روغتون ناروغ ته د ۱۸۱ پاڼو یو اوږد د مصارفو بل لیږلی چې پکې شاوخوا ۱،۱ میلیونه ډالره مصرف لیکل شوی دی.

امریکا متحده ایالات په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی. په دغه هیواد کې له دوو میلیونو څخه ډیر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او تر اوسه پورې د کرونا ویروس له کبله ۱۱۵ زره او ۱۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب