امریکا نه غواړي د پاکستان او ایران د ګازو پروژې ملاتړ وکړي
۱۴۰۳ فروردین ۸, چهارشنبه
امریکا متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې نور نه غواړي د پاکستان او ایران ترمنځ د ګازو پروژې ملاتړ وکړي. امریکا همدا راز له تهران سره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د بندیزونو د خطر په اړه خبرداری ورکوي.
اعلان
د پاکستان او ایران ترمنځ د ګازو د پایپ لاین پروژه چې د سولې د نللیکي په نامه هم یادېږي، د تهران او اسلام اباد ترمنځ اوږدمهاله پروژه ده چې له کلونو راهیسې له ځنډ او مالي ننګونو سره مخ ده. دا پایپ لاین به له ایران څخه ګاونډي هیواد پاکستان ته طبیعي ګاز انتقال کړي.
ایران او پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې پنځه کلن سوداګریز پلان لاسلیک کړو او د پنځه میلیارده ډالرو په هدف یې د دوه اړخیزو سوداګریو هوکړه هم وکړه.
د پاکستان د تېلو او نفتو وزیر مصدق ملک ویلي، هېواد یې په روانه اونۍ کې هڅه کوي چې له ایران څخه د ګازو د نللیکي د غځولو له پاره د امریکا متحدو ایالتونو بندیزونه لرې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند خبریالانو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې: «موږ تل هر چا ته مشوره ورکړې چې له ایران سره په سوداګرۍ کولو به زموږ له بندیزونو اغېزمن کېږي او موږ بیا هم مشوره ورکوو چې دا کار په دقت سره وکړي. موږ به نور په راتلونکي کې د دې پایپ لاین ملاتړ ونه کړو.»
هغه زیاته کړه چې د جنوبي او مرکزي اسیا له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي استازي ډونالډ لو تېره اونۍ د کانګرس د یوه کمېسیون په وړاندې دغه موضوع مطرح کړه.
د پاکستان او ایران اړیکې څو اونۍ وړاندې هغه مهال د کړکېچ لوري ته ولاړي چې دغه دواړو هېوادونو د یو بل په خاوره کې د وسله والو پر مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
له ایران سره د واشنګټن اړیکې له ډېرې مودې راهیسې ترینګلې دي او د امریکا متحدو ایالتونو د ایران پر بنسټونو څو ځلې بندیزونه لګولي دي.
که څه هم پاکستان او امریکا متحده ایالات په رسمي توګه د سخت دریځو ډلو پر ضد جګړه کې متحدین دي، خو له کلونو راهیسې یې اړیکې پیچلې دي. د امریکا او پاکستان اړیکې په افغانستان کې د اوږدې جګړې پر مهال د خپلو پوځیانو د تجهیز له پاره پر پاکستان د واشنګټن د انحصار له امله اغېزمنې شوې، خو امريکا متحدو ايالتونو پر پاکستان تور پورې کړى چې په دې جګړه کې یې دوه مخې لوبه کړې ده.
پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته ډېرو هیوادونو له روسیې سره سوداګریزې اړیکې قطع کړي دي چې له کبله یې د روسیې د نفتو سکتور هم له ستونزو سره مخامخ شوی دی. په دې رپوټ کې د روسیې د نفتو پیردونکو ته کتنه شوې.
انځور: Getty Images/S. Platt
هندوستان
اوسمهال د هند د نفتو دولتي شرکت بهارت پیټرولیم یوازې د راتلونکې می میاشتې له پاره دوه میلیونه بوشکې نفت له روسیې رانیولي دي. دغه هندي شرکت ویلي دي تر دې وړاندې دوی د ورځې ۳۱۰ زره بوشکې نفت له روسیې څخه رانیول. د هندوستان بهارت پټرولیم، هندوستان پیټرولیم، انډین اویل، نیارا انرژي هم د هغه هندي شرکتونه دي چې له روسیې څخه لا هم نفت را نیسي.
انځور: Indranil Aditya/NurPhoto/picture alliance
یونان
د یونان د نفتو تر ټولو ستر شرکت هم د خپلي اړتيا نیږدې ۱۵ سلنه نفت له روسیې څخه اخلي. دغه شرکت د روانې میاشتې په لومړیو کې د خپلې تقاضا د پوره کولو له پاره لا ډیر نفت له سعودي عربستان څخه رانیول.
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/Str
ایټالیا
د ایټالیا د نفتو د تصفیې تر ټولو ستر شرکت لوک اویل لا هم له روسیې څخه نفت رانیسې او تصفیه کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Liankevich
آلمان
آلمان هم لا تر اوسه پورې له روسیې څخه د نفتو پر وارداتو بندیز نه دی وضع کړی. په آلمان کې د نفتو د تصفیې تر ټولو ستر شرکت میرو د خپل اړتیا وړ نیږدې ۱۴ سلنه نفت له روسیې ترلاسه کوي. په آلمان کې د پي سي کې په نامه د نفتو د تصفیې بل ستر شرکت هم خپل د اړتیا وړ نیږدې ۵۴ سلنه نفت له روسیې رانیسي او دغه نفت د دروږبه پايپ پر مټ دغه هیواد ته رسیږي.
انځور: Rolf Poss/imago images
هنګري
د هنګري د نفتو تر ټولو ستر د تصفیې شرکت چې په کرواسیا، هنګري او سلواکیا کې فعالیت لري لا هم له روسیې څخه نفت رانیسي. دغه هیواد له روسیې څخه د نفتو پر وارداتو له بندیز سره مخالفت کړی دی.
انځور: PIUS UTOMI EKPEI/AFP
بلغاریا
د لوک اویل په نامه د بلغاریا د نفتو د تصفیې شرکت هم له روسیې څخه په نورمال ډول خپل نفت رانیسي او دغه ستر شرکت خپل د اړتیا وړ نیږدې ۶۰ سلنه نفت له روسیې ترلاسه کوي.
انځور: NIKOLAY DOYCHINOV/AFP/Getty Images
اندونیزیا
د اندونیزیا د پرتمینا په نامه د نفتو د تصفيې شرکت هم غواړي له روسیې څخه نفت رانیسي او خپل کمښت پرې پوره کړې. دغه شرکت د نفتو د تصفیې نوې کارخانه جوړه کړې او غواړي نفت ورته له روسیې څخه وارد کړي.
انځور: Reuters/Beawiharta
پولنډ
د پولنډ تر ټولو ستر د نفتو د تصفیې شرکت له روسیې سره له تازه تړونونو ډډه کړې، خو د روان میلادي کال تر پایه پورې به له روسیې څخه د نفتو وارداتو ته ادامه ورکړي. دغه شرکت په لیتوانیا، پولنډ، چیک جمهوریت کې فعالیت لري او د روسیې له نفتو خورا ډېره ګټه ترلاسه کوي.
انځور: Viktor Drachev/AFP/Getty Images
چین
د سینوپیک په نامه د چین تر ټولو ستر دولتي شرکت چې د نفتو د تصفيې په برخه کې فعالیت کوي لا هم له روسیې څخه خپل د اړتیا وړ نفت رانیسي. د راتلونکو تړونونو په هکله له روسیې سره کار کولو ته لیواله دی.