1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا نوي وسلې د اوکراین په اختیار کي ورکړي

۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د اوکراین سره د نظامي کومکونو په جریان کي د اول وار دپاره دغه هیواد ته د «اوینگر-Avenger » سیار مدافع هوايي سیسټم په اختیار کي ورکړی دی.

Lettland | NATO Übung | NASAMS Luftabwehrsystem
انځور: Toms Kalnins/EPA-EFE

په واشنگټن کي د دفاع وزات خبر ورکړی دی، چي په اوله کي به د هغه څلور عدده او په هغه پوري مربوط سټینگر راکټ ورولیږل سي. 
د پنتاگون یوې ویاندې وویل، چي د اوکراین پر ملکي خلکو او مهمه زیربنأ باندي د روسیې وحشیانه هوايي حملو ته په کتو سره د اوکراین سره د اضافي مدافع هوا وسایلو او تجهیزاتو کومک ډیر اهمیت لري. 
د دغي نوي نظامي بستې په ورکولو سره د فبرورئ په اخره کي د جنگ له شروع څخه تر اوسه پوري د اوکراین سره  د امریکا نظامي کومکونه تر ۱۸،۶ ملیارډه ډالره هم واوښتل. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب