1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا هغه کارتېل چې ادعا کوي مادورو یې مشر دی ترهګریز بللی

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۲۶, دوشنبه

امریکا نه یوازې په کارائیب سیمه کې د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې عمل کوي، بلکې د یوه بهرني ترهکریز سازمان په توګه «د لوس سولس» کارتېل په طبقه بندۍ سره یې مادورو ته د نږدې سازمان پر وړاندې اقدام ته لاره هواره کړه.

د ونزیویلا ولسمشر نیکولاس مادورو
امریکا «د لوس سولس» کارتېل په ترهګریز سازمان بللو سره مادورو ته د نږدې سازمان پر وړاندې اقدام ته لاره هواره کړه.انځور: Pedro Mattey/Anadolu Agency/IMAGO

د امریکا حکومت اراده لري د نومبر له ۲۴ نیټې څخه "د لوس سولس " (Cartel de los Soles) کارتېل د بهرني تروریستي سازمان په لیست کې شامل کړي؛ هغه کارتېل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا د ونزیویلا له کیڼ اړخي مستبد ولسمشر نیکولاس مادورو پورې ارتباط لري.

امریکایي پوځ خپل ځواکونه د کارائیب په سیمه کې متمرکز کړي دي. په تیرو اونیو کې د امریکا وسله والو ځواکونو د مخدره موادو د قاچاق په شک شاوخوا ۲۰ کوچنۍ کښتۍ لمنځه وړي دي چې په وینا یې په کې تر ۸۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

امریکا وایي له دې کار څخه یې هدف د نشه یي توکو د کارتېلونو پر وړاندې مبارزه ده، خو ونزیویلا د امریکايي ځواکونو پیاوړی حضور یو ډول «ګواښ او د قدرت نمایش» بولي.

ترمپ: هغوي غواړې مذاکرات وکړي

د دواړو هیوادونو ترمنځ تشنج زیات شوی دی. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له ونزیویلا سره د خبرو اترو د احتمال خبره کړې ده. نوموړي بې له دې چې جزویاتو ته اشاره وکړي خبریالانو ته وویل چې ممکن له نیکولاس مادورو سره خبرې اترې وشي: «هغوي خبرو اترو ته لیواله دي.»

کارتېل [Cartel] په انګلیسي ژبه کې د هغو شرکتونو اتحادیه ده چې په یوه رشته کې فعالیت کوي او د خپل مالي او حقوقي خپلواکۍ په ساتلو سره متحد کیږي. دوی په خپلو منځو کې د بازار د تقسیم، د تولید حجم او توکو د بیو په اړه له یوه بل سره خبرې اترې او سازش کوي.

«د لوس سولس کارتېل» له لغوي نظره د «لمر کارتېل» په معنا ده او ویل کیږي دغه ډله په حقیقت کې یوه جنایتکاره شبکه ده چې د ونزیویلا د وسله والو افسرانو څخه تشکیل شوې او له غیر قانوني فعالیتونو څخه ګټه ترلاسه کول یې خپل هدف ګرځولی دی.

د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې احتمالاً په ونزیویلا کې لوړپوړي پوځي افسران د بډو په ترلاسه کولو سره دا ډول کارتېلونو ته اجازه ورکوي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او حتی کیدای شي د دوی حفاظت هم وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرې په اعلانولو سره چې مادورو او د رژیم لوړپوړي غړي یې د دې کارتېل مشري په غاړه لري زیاته کړې ده چې نه هم هغه او نه یې هم شاوخوا کسان «د ونزیویلا د مشروع حکومت استازیتوب کوي.» خو مادورو د نشه يي توکو له کاروبار سره هر ډول ارتباط ردوي.

د مادورو د مشروعیت په اړه د اروپا شک

اروپايي اتحادیې او همدارنګه د لاتین امریکا ډیر شمیر هیوادونو د ۲۰۲۴م کال د جمهوري ریاست ټاکنو پایلې تر پوښتنې لاندې راوستلي دي او د اپوزیسیون نوماند ادموندو ګوانزالس چې اوس په فرانسه کې په تبعید کې ژوند تیروي، د انتخاباتو ګټونکی بولي.

خو په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه د ټول هیواد په کچه د اعتراضونو او نړیوالو انتقادونو سربیره، نیکولاس مادورو د روان کال په لومړیو کې د دریم ځل له پاره تر ۲۰۳۱م کاله پورې د ولسمشر په توګه سوګند وکړ.

د یوه ترهګریز سازمان په توګه د یوه کارتېل طبقه بندي کیدل، د هغه پر وړاندې د امریکا بندیزونو ته لاره هواره وي چې کیدای شي په هغې کې د دغې ډلې د غړو او پلویاتو د شتمنیو کنګل کیدل شامل وي.

امریکا مخکې تر دې هم د ډیر شمیر هیوادونو کارتېلونه د ترهګریزو سازمانونو په توګه طبقه بندي کړی وو.

د وینزیویلا پر ولسمشر د بی پیلوټه الوتکې د برید ویډیو

00:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب