1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا: پخپله ترمپ به هم پر هغه د شوي برید په اړه وپوښتل شي

۱۴۰۳ مرداد ۹, سه‌شنبه

د امریکا د تفتیش مرکزي اداره وایي چې له ډونالډ ټرمپ څخه د پوښتنو ګرویږنو هدف د دې خبرې معلومول دي چې د جولای پر ۱۳ پر نوموړي د شوي برید په اړه هغه څه چې «ترمپ لیدلي دي، په اړه یې څه نظر» لري.

Wahlkampf in den USA - Parteitag der Republikaner
ترمپ له فوکس نیوز رسنۍ سره په یوه مرکه کې دا تائیده کړې ده چې ایف بي آی به د پنجشنبې په ورځ ور څخه په دې اړه پوښتنې وکړي.انځور: Matt Rourke/AP Photo/picture alliance

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، پر هغه باندي د شوي حملې په اړه د پوښتنو ګرويږنو په اړه رضایت ښودلی دی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې په شمال ختیځ ایالت پنسلوانیا کې د انتخاباتي کمپاین د یوې غونډې پر مهال د تهامس میتهیوز کروکس په نوم یوه بریدګر د ټوپک په وسیله ۸ فیرونه وکړل چې یوه مرمۍ یې پر پخواني ولسمشر ولګېدله او هغه ټپي شو. په دې برید کې هلته موجود یو بل کس ووژل شو او یو شمیر نور ټپیان شول.

ایف بي آی غواړي له ترمپ څخه کومه پوښتنه وکړي؟

د دې برید د لا زیاتو تحقیقاتو په اړه د ایف بي آی ځانګړي ایجنټ کیون روجیک وویل چې له ترمپ سره د پوښتنو ګرويږنو بهیر به «له هر یوه قرباني کس سره د کیدونکي معیاري مرکې په څیر وي، لکه موږ چې یې په نورو حالاتو کې د یوه جرم هدف ګرځیدونکي بل هر شخص څخه کوو.» کیون روجیک زیاته کړه: «هغه چې څه لیدلي دي، موږ غواړو د هغه نظر واخلو.»

ترمپ له فوکس نیوز رسنۍ سره په یوه مرکه کې دا تائیده کړې ده چې ایف بي آی به د پنجشنبې په ورځ ور څخه په دې اړه پوښتنې وکړي.

د ترمپ د ستراتيژۍ په وړاندی د اروپایانو غبرگون

10:40

This browser does not support the video element.

د برید انګیزه تر اوسه پورې معلومه نه ده

د ایف بي آی چارواکو ویلي دي چې هغوی تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې د ۲۰ کلن بریدګر د حملې کولو انګیزه معلومه کړي. د استخباراتي خدماتو یوه نخښه ویشتونکي (سنایپر) د ترمپ د کمپاین پر غونډې بریدګر په ډزو وویشت او هغه يې له منځه ویوړو.

ایف بي آی تر اوسه پورې په دغه برید کې د کوم بل کس د ښکیلتیا نخښې نښانې نه دي موندلې. 

روجیک وویل: «موږ پوهیږو چې بریدګر ډیر هوښیار وو. نوموړي په کالج کې زده کړې وکړې او خپله دنده یې هم ترسره کوله. معلومیږي چې د هغه بنسټیز ټولنیزه حلقه د هغه د نږدې کورنۍ پورې محدوده وه، موږ په دې هم باور لرو چې هغه څو ملګري او بلدیان هم درلودل.»

بریدګر د سلواکیا د لومړي وزیر د قتل پر هڅې هم څیړنه کړې وه

روجیک وایي چې بریدګر د بريښنا دستګا او په دودیزه طریقه جوړ شوي چاودیدونکي موادو ترڅنګ په انټرنټ کې د سلواکیا د لومړي وزیر رابرټ فیکو، د وژنې د وروستۍ هڅې په هکله د معلوماتو پسې هم لټون کړی دی.

تیره اونۍ د ایف بي آی مشر کرستوفر ری، امریکایي قانون جوړونکو ته ویلي وو چې ډزې کوونکي په ۱۹۶۳م کال کې د هغه وخت د امریکا پر ولسمشر جان ایف کینیډي د شوو فیرونو په اړه هم په انټرنټ کې په معلوماتو پسې لټون کړی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل