1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او ایران یو پر بل بریدونه کړي

احمد حکيمي l د فرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ تیر ۷, یکشنبه

د امریکا پوځ ویلي چې ایران کې یې پر یو شمېر هدفونو «نور بریدونه» کړي دي. د خلیج په سیمه کې د امریکا د مرکزي قوماندې په وینا، دغه بریدونه د هرمز په تنګي کې پر یوه ټانکر د بې‌پیلوټه الوتکې د برید په ځواب کې شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې په هرمز تنګي کې د ایران د سرغړونو وروسته یې پر ایراني اهدافو بریدونه کړي ډي.
د امریکا پوځ ویلي چې په هرمز تنګي کې د ایران د سرغړونو وروسته یې پر ایراني اهدافو بریدونه کړي ډي. انځور: Sra Travis Knauss/U.S. Air Force/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

د خلیج په سیمه کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ  یا سنتکام په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې چې وایي د شنبې ورځې بریدونه پر ایران ښيي.

دې قوماندې زیاته کړې چې امریکایي جنګي الوتکو د ایران پر ټولټال لسو پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ تر دې مخکې ویلي وو چې په دغو وروستیو بریدونو کې «د څارنې زېربناوې، د مخابراتو سیستمونه، د هوايي دفاع مرکزونه، د بې ‌پیلوټه الوتکو د زېرمه کولو تاسیسات او د ماین اېښودونکو وړتیاوې» په نښه شوې دي.

د ایران ځوابي بریدونه

د ایران نیمه رسمي خبري اژانسونو تسنیم او ایرنا راپور ورکړی چې د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونود امریکا متحده ایالاتو د بریدونو په غبرګون کې پر بحرین او کویټ دواړو توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې توغولې دي.

د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو ویلي چې هغه بېړۍ چې د ایران له همغږۍ پرته د هرمز له تنګي تېرېږي، له دې وروسته به ورسره په لا سخت چلند وشي، او هر ډول «د دښمن تېری» به له «ځپونکي غبرګون» سره مخ شي.

د ایران ډرون جګړه: د وسلو دا سیسټم څه ډول کار کوي؟

01:44

This browser does not support the video element.

د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې لیکلي: «د هرمز په تنګي کې د تګ راتګ د کنټرول چارې د ایران د اسلامي جمهوریت په واک کې دي، او له دې وروسته به له سرغړوونکو بېړیو سره تر پخوا ډېر سخت چلند وشي.»

«د دښمن هر ډول احتمالي تېری، د هر ډول پلمې لاندې، به له ځپونکي غبرګون سره مخ شي، ان که د تېرې شپې او نن شپې په څېر بریدونه پر لږ مهمو هدفونو هم وي.»

د ترمپ خبرداری: ایران به نور شتون ونه لري

د شنبې ناوخته د ایران په سوېل کې د امریکاله بریدونو وروسته، دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: «که داسې وخت راورسېږي چې زه پرېکړه وکړم امریکا نور معقول چلند نه شي خپلولای، نو د ایران اسلامي جمهوریت به نور شتون ونه لري.»

هغه په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې دغه بریدونه ځکه ترسره شول چې ایران «یو ځل بیا د اوربند تړون مات کړی دی. ډېر احتمال شته چې هغوی هېڅکله له دې زده کړه ونه کړي.»

ترمپ همدا راز زیاته کړه: «کېدای شي داسې وخت راشي چې موږ نور ونه شو کولای معقوله رویه خپله کړو، او اړ شو هغه کار چې موږ په ډېر بریالیتوب پیل کړی، په پوځي ډول بشپړ کړو. که داسې وشي، نو د ایران اسلامي جمهوریت به نور شتون ونه لري.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب