امریکا پر سعودي عربستان د دفاعي توغندیو پلورل تائید کړل
۱۳۹۶ مهر ۱۵, شنبه
د امریکا متحده ایالاتو حکومت پر سعودي عربستان باندې د «تاد» په نوم د دافع هوا توغندیو پلورل تائید کړل. د دغه تړون ارزښت ۱۵ میلیارده ډالر دی. د «تاد» په نوم پرمخ تللي توغندي د بالستیک توغندیو پر ضد طرحه شوي دي.
اعلان
د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي دي چې د دغه دفاعي سیستم پلورل به د متحدو ایالاتو امنیت پیاوړي کړي او «د ایران او نورو سیمه ایزو ګواښونو پر وړاندې» به د سعودي عربستان او نورو خلیجي سیمو اوږدمهاله امنیت څخه ملاتړ وکړي.
د دغه دفاعي توغندیو د پلورلو خبر روسیې ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان د سفر یوه ورځ وروسته ورکول کیږي. سعودي عربستان له روسیې څخه پر نورو سربیره اس ـ ۴۰۰ ډوله دفاعي توغندیو د رانیولو قراردادونه هم له روسیې سره لاسلیک کړل.
د دې تر څنګ روسیه به په راتلونکي کې په سعودي عربستان کې وسلې تولید کړي. سربیره پر دې دواړو خواو سعودي ځواکونو ته د پوځي روزنې پر پروګرام هم موافقه کړې ده، د بیلګې په توګه د جنګي وسلو او تجهیزاتو کارونې د تخنیک په برخه کې. د سعودي عربستان یوه ویاند په مسکو کې وویل چې دغه موافقتنامې به د سعودي عربستان د پوځي صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې کلیدي رول ولوبوي.
د «تاد» په نوم دفاعي سیستم د دې له پاره جوړ شوی دی چې د لنډ او منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د خپلې الوتنې په نهایي پړاو کې له منځه یوسي.