1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر طالبانو غږ کړی چې د اشرف غني پر وړاندیز غور وکړي

۱۳۹۶ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

امریکا متحدو یالاتو د دوشنبې په ورځ پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې د خبرو اترو په هکله د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وړاندیز په هکله غور وکړي.

Afghanistan Kabul Friedens-Konferenz
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، تیره اوونۍ په کابل کې په یوه نړیوال کنفرانس کې طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ چې پر نورو سربیره پکښې راغلي ول چي که طالبانو د سولي لاره خپله کړي د یوه رسمي ګوند په توګه به ومنل شي.

اشرف غني، ویلي ول چې د دې په بدل کې به طالبان افغان حکومت او اساسي قانون په رسمیت پیژني.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د ټویټر په پیغام کې ویلي ول چې د کابل کنفرانس د طالبانو «تسلیمي» غواړي.

د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د سویلي او مرکزي آسیا چارو مرستیالي مسوولي الیس ویلز، خبریالانو ته ویلي دي چې هغه د غني له وړاندیز څخه اغیزمنه شوې ده. د هغې په خبره افغان ولسمشر د ارزښت وړاندیز وکړ.

هغې ویلې دي «طالبانو ته چې څه وړاندیز شوي هغه تسلیمي نه ده، بلکې یوه سیاسي چوکاټ ته د رسیدو له پاره د ارزښت وړ پروسه ده.» ویلز د کابل کانفرانس د یوه ریښتني تاریخي پیښې په توګه عنوان کړی.

د ویلز په خبره افغان حکومت په احتیاط سره طالبانو ته غوږ ونیو او د هغوی ځينو غوښتنو ته یې غبرګون وښود. ویلز زیاته کړې چې د غني وړاندیز راتلونکي ته متمرکزه وو او که سړی په آزاد ډول ووایي نو ښایي طالبان یې هم حیران کړي وي: «دا یو زړه ور وړاندیز وو.»

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت نوموړې چارواکې وویل: «موږ طالبان دې ته تشویقوو چې دغه وړاندیز جدي ونیسي. دا پر طالبانو د غبرګون ښوولو له پاره بار اچوي.»

تیره اوونۍ طالبانو ویلي ول چې له امريکا سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دي، څو د افغانستان جګړې ته یو «سوله ایز حل» ولټول شي.

خو د طالبانو په دغه بیانیه کې له افغان حکومت سره د مذاکراتو یادونه نه ده شوې، دغه شرط دی چې امريکا یې له اوږدې مودې راهیسې د سولې د هر ډول پروسې له پاره مهم ګڼي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب