امریکا پر قبرس باندي د وسلو تحریم لیري کړ
۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبهاعلان
پداسي حال کي چي د قبرس د یوناني ژبي برخي جمهور رییس، نیکوس اناستازیادیس په تویتر کي د دغه تصمیم څخه د یوه «نقطه عطف» په توګه هرکلی کړی دی، بیا د قبرس د شمال ترکي ژبي برخي پر دغه تصمیم باندي سخت انتقاد کړی دی. د قبرس د شمال د ترکي ژبي برخي څخه، چي د «شمالي قبرس ترکي جمهوریت» په نامه یادیږي او یوازي ترکیې په رسمیت پیژندلی دی، راغلي دي، چي د امریکا دغه تصمیم په سیمه کي د تشنج د رامنځته کیدو سبب ګرزیدلای سي.
د امریکا متحده ایالاتو په ۱۹۸۷ م کال کي پر قبرس باندي د وسلو دغه تحریم ځکه ولګاوه، تر څو د دغي تقسیم سوي جزیرې د مخالفو اړخونو او د لویو قدرتونو لخوا ضمانت سوي یونان او ترکیې ترمنځ اختلافات د جنګونو له لاري نه، بلکي دیپلوماتیکو لارو یوه حل ته وهڅوي.