1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په افغانستان کې د داعش د مشر پر سر لوړ انعام ټاکلی

۱۴۰۰ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د داعش د خراسان ښاخ د مشر ثناءالله غفاري او په تیر اګست میاشت کې د کابل د هوايي ډګر مخې ته د ځانمرګي برید د عاملانو پر سر۱۰ ميلیونه ډالره انعام ټاکلی دی.

Irak Islamischer Staat Propagandafoto
انځور: picture-alliance/Zuma Press

امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه انعام د ثناءالله غفاري او د کابل هوايي ډګر د خونړي ځانمرګي برید د عاملانو په تړاو د هغو معلوماتو په بدل کې ورکول کيږي چې دغه کسان ورباندې وپيژندل شي او د اوسیدو ځای يې معلوم کړي.

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ ويلي ول چې د کابل هوايي ډګر د تیر اګست میاشتې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي عسکر او لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

برید د اګست مياشتي پر ۲۶مه هغه وخت وشو چې له افغانستانه وروستي امریکايي او نور بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې ول او ورسره جوخت د دغو ځواکونو د تخليې په پروګرام کې په زرونو بهرني اتباع او افغانان هم له هیواده بهر راوتل.

هغه وخت د کابل هوايي ډګر مخې ته په زرونو خلک بهر ته د تلو په هیله راټول شوي ول او برید د همدغو خلکو په منځ کې وشو، چې مسئولیت يې داعش ډلي پر غاړه واخیست.

رويټرز خبري آژانس ليکلي دي چې د داعش د خراسان ښاخ، په افغانستان کې د دغي ډلي سیمه ایز نوم دی چې په لومړي ځل په ۲۰۱۴م کال کې راښکاره شو. دغه ډلې په افغانستان کې هم د طالبانو او هم د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې چې اوس له دغه هيواده وتلي دي، جنګیدله.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته هم داعش ډلې په کابل او د افغانستان په ځينو نورو ولایتونو کې د بریدونو مسئولیت منلی دی.

د رپوټو مطابق دغه ډله تر ډېره د افغانستان په ختيځو علاقو کې فعاله ده.

امريکايي چارواکو په نوامبر مياشت کې ويلي ول چې دوی په دې باور دي چې په افغانستان کې د داعش خراسان ښاخ به د ۶ میاشتو تر ۱۲ میاشتو پورې د دې توان پیدا کړي چې له افغانستانه بهر خپلو حملو ته توسعه ورکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب