1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: په بغداد کې امنیتي وضعه د اندیښنې وړ ده

۱۳۹۸ بهمن ۷, دوشنبه

امریکا په بغداد کې د دغه هیواد پر سفارت له توغندیز برید وروسته، وضعیت د انديښنې وړ بللی او د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ډلو د ګواښونو د دوام خبره یي کړې ده. دا په یوه اونۍ کې د امریکا پر سفارت دویم برید دی.

Irak Bagdad Leuchtmunition über US-Botschaft
انځور: Reuters/U.S. Army/K. Jenkins

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بغداد کې د دې هیواد پر سفارت د توغندیز برید په ځواب کې له عراق څخه غوښتي دي چې په دې هیواد کې د امریکایي تاسیساتو ساتنه وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو په هغه بیانیه کې چې د یکشنبې په ورځ (د جنوري میاشتې ۲۶ نیټه) خپره شوې ده راغلي دي چې د عراق وضعه اوس هم خرابه ده او د «ایران له ملاتړ څخه د برخمنو وسله والو ډلو د تهدیدونو د دوام» په پام کې نیولو سره به امریکایي ځواکونه بیداره وي.

په دې بیانیه کې همدارنګه دې ته په اشارې سره چې د ۲۰۱۹م کال له سپټمبر میاشتې راهیسې تر اوسه پورې په عراق کې پر امریکایي ځواکونو (د ایران او د دغه هیواد له ملاتړ څخه د برخمنو ملیشه و له خوا) ۱۴ بریدونه شوي دي. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د عراق له حکومت څخه غوښتنه کیږي چې په دغه هیواد کې د امریکایي تاسیساتو د ساتنې په برخه کې دې عمل وکړي.

د یکشنبې ورځې په ماښام د کاتیوشا ډول پنځه توغندي د بغداد په مرکز کې د زرغون امنیتي سیمې پر لور وتوغول شول چې یو یي د امریکا په سفارت کې د خوړو په سالون کې لګیدلی دی. دا په تیره یوه اونۍ کې د امریکا په سفارت دویم توغندیز برید دی چې ترسره کیږي. د بغداد په زرغون سیمه (منطقه الخضراء) کې بهرني سفارتونه وزارتخانې او د ډیر شمیر سیاستوالو کورونه موجود دي.

امریکایي چارواکو په دغه برید کې د ټپیانو یا قربانیانو په هکله معلومات نه دي ورکړي، خو یو شمیر سرچينو په دغه برید کې د امریکا د سفارت د پنځو تنو کارکونکو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی چې د یوه تن وضعیت یي د انديښنې وړ بلل شوی دی.

مخکې تر دې د امریکا حکومت په عراق کې د خپلو مامورينو وژل کیدل سره کرښه اعلان کړې وه او ګواښ یي کړی دی چې هغه به بی ځوابه پرې نږدي.

دویچه ویله/ ش.ن/س.ر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب