1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهعراق

امریکا په عراق کې پر ایران پلوه ملیشو بریدونه کړي

۱۴۰۲ بهمن ۴, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د دوی نظامي ځواکونو په عراق کې هغه درې پټنځایونه په نښه کړي دي چې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو له خوا کارول کېدل.

واشنګټن ویلي دي چې دا بریدونه په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر ضد د شویو بریدونو ځواب دی.

د امريکا د دفاع وزير لويډ اسټین ویلي دي چې پر امریکایي پوځيانو د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو د بريدونو په غبرګون کې واشنګټن د سه شنبې په ورځ په عراق کې د ايران له ملاتړه برخمنو وسله والو درې مرکزونه په نخښه کړل.

څو ورځې وړاندې امريکايي ځواکونو په عراق کې د ايران پلوه ملېشو يو مشر په خپل هوایي بريد کې وواژه، چې دغه برید په بغداد کې د خلکوغوسه راپارولې وه او یو ځل بیا یې له عراق څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنې را پورته کړې وې.

د امریکا د دفاع وزیر لويد اسټین په یوه بیان کې ویلي: «د ولسمشر جو بایډن په لارښوونه، د امریکا نظامي ځواکونو په عراق کې پر هغو ۳ پټنځایونو بریدونه کړي دي چې د ایران له ملاتړ برخمنې حزب الله او نورو ډلو له خوا کارول کېدل.»

هغه زیاته کړې: «دا هدفي بریدونه په عراق او سوریه کې د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو په وړاندې د ایراني پلوه ملیشو له خوا د بریدونو مستقیم ځواب دی.»

وسله والې ډلې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي

امریکايي چارواکو ویلي دي، د دغه هېواد توغندیو د سوریې پولې ته څېرمه د عراق په لوېدیځ کې دوې اډې په نخښه کړې دي.

رویترز خبري اژانس د امریکايي سرچینو له قوله ویلي دي چې په دغو بریدونو کې دوه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د امریکا مرکزي قومنداني چې په منځني ختیځ کې د دغه عملیاتو مشري کوي، ویلي دي چې یادو بریدونو د حزب الله ډلې د راکټونو او توغندیو د روزنې ځایونه او د ډرون وړتیاوې په نخښه کړې دي.

په ورته وخت کې د حزب الله وسله والې ډلې ویاند جعفر الحسیني، پر خپله ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي دي چې دا ډله به په منځني ختیځ کې د پوځي عملیاتو پای ته رسیدو پورې د «دښمن ځایونه» په نخښه کولو ته دوام ورکړي. نوموړي همدا راز له اسرائیل د امریکا د ملاتړ د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

په منځني ختیځ کې د امریکا د عملیاتو ډېروالی

په عراق او سوریهکې د امریکا پر پوځي اډو د تیرکال اکتوبر میاشتې راهیسې تر ۱۵۰ زیات بریدونه شوي دي، چې په ځوابي بریدونو کې امریکا هم د دغه وسله والو ډلو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې د امریکایي ځواکونو په برید کې یو ایران پلوه قوماندان ووژل شو، چې وضعیت یې خراب کړ او عراق یې دې ته اړ کړ چې د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړي.

خو امریکا وايي، له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پلان په اړه یې رسمي خبر نه دی ورکړی.

په عراق او سوریه کې پر غچ اخیستونکو بریدونو سربیره، متحده ایالاتو په یمن کې هم د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د حوثي یاغیانو د بریدونو په بدل کې بریدونه پیل کړي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب