د ماسچوست روغتون د اعلاميې پر اساس، دغه د جراحۍ عملیات، د مارچ میاشتې په ۱۶مه ترسره شو چې شاوخوا ۴ ساعته وخت ېې ونيو. د امريکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو سازمان، د جراحۍ دغه آزمايشي عملیات، پر ژوند ګواښوونکو ناروغیو د اخته ناروغانو له پاره د یوه ستر اقدام په توګه تائيد کړی دی.
د ماسچوست روغتون په اعلامیه کې راغلي چې پښتورګي هغه غړي دي چې د پيوند کولو له پاره ورته ډېره اړتيا وي . په اعلامیه کې زیاته شوې: «په امریکا متحده ایالاتو کې له سل زرو ډېر ناروغان د اهدايي غړو پيوند ته په تمه دي چې له ډلې څخه ېې په ورځ کې په اوسط ډول ۱۷ ېې خپل ژوند له لاسه ورکوي.» اهدايي غړي هغو غړو ته ويل کيږي چې يو کس ېې یا خپله یا ېې ولي بل ته په خپله خوښه ورکوي.
انسان ته د حيوان د غړي په نښلولو کې له شته اساسي ستونزو یوه دا ده چې د انسان د بدن ایمني سیستم لخوا نوی غړی په چټکه توګه دفع کيږي. د دغې ستونزې د مخنيوي له پاره، په دې وروستيو کې انسان ته د حیواناتو نښلونکي غړي تر ژنيتيکي اصلاحاتو لاندې نيول کیږي.
تر جنيتکی لاس کارۍ لاندې نيول شوي حیوانات، هغه حیوانات دي چې جنيتکي جوړښت ېې د جنيتکي مهندسۍ پر لارو چارو بدلون کړی وي.
د ۲۰۲۲م کال په جنوري کې هم د مريلند پوهنتون داکټرانو د لومړي ځل له پاره د خنځير زړه انسان ته واچاوهانځور: Cover-Images/imago images د پښتورګي په دې وروستۍ جراحۍ کې د خنځير پر پښتورګي ۶۹ جنيتکي بدلونونه عملی شول چې په نتیجه کې ېې دغه جين د انساني جينونو ځای ناستي شول.
د ۲۰۲۲م کال په جنوري کې هم د مريلند پوهنتون داکټرانو د لومړي ځل له پاره د خنځير زړه انسان ته واچاوه. دغه انسان وروسته له دوو میاشتو د یو ويروس له کبله چې د خوګ په زړه کې وو، مړ شو.
امریکايي داکټرانو د ۲۰۲۳م کال په اوړي کې هم په نیویارک کې د خنځير یو پښتورګی د جنيتکي اصلاحاتو پروسې تر ترسره کولو وروسته، په بریا سره د مغزي سکتې يو ناروغ ته پیوند کړ. د دغه پيوند پاېښت په دا ډول پيوندونو کې تر ټولو اوږد وو.
د انسان د اهدايي غړو پيوند کول په نادراتو کې راځي چې تقاضا ورته د اهدا وړ غړو په پرتله د پام وړ دېره ده. همدا دلیل دی چې داکټران د حیواناتو هغو غړو نښلولو ته چې په جنيتکي توګه تغير شوي وي، ډېرې هيلې لري.
د ایرانيانو د اهدايي غړو د ټولنې مشر، امید قبادي، تېرکال پسرلی کې ويلي وو چې د مغزي سکتې له کبله د یو مړ شوي انسان له یو تر اته پورې غړي (دوه پوښتورګي، دوه سږي، زړه، قفسه، لوزالمعده او کوچنۍ کولمې) بل انسان ته ورکول کېدای شي. قبادي ويلي وو چې په «ایران کې هر کال ۳۰۰۰ کسان د مغزي سکتې له کبله مړه کيږي چې له دې ډلې یوازې د زرو کسانو غړي ورکول کیږی او د ۲۰۰۰ نورو هغو خاورو ته سپارل کيږي.»
دویچه وله ف/م.ک.ص./ب.ص.
له آرشیف څخه:
په ۲۰۲۲ کي د نړۍ غوره روغتونونه
نیوزویک د ۸ زره ډاکټرانو، مدیرانو او نورو روغتیايې متخصصینو په مرسته په ۲۷ هیوادونو کې ۲۲۰۰ کلینیکونه ارزولي دي. په دې انځوریز راپور کې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ له غوره روغتونونو سره آشنا شې. انځور: picture-alliance/chromorange/Media for Medical د نړۍ تر ټولو غوره روغتیاېې مرکزونه نیوزویک مجلې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ د سلو غوره کلینیکونو نوملړ خپور کړی دی. په نړۍ کې د غوره کلینیکونو په نوملړ کې، متحده ایالات د ۳۳ کلینیکونو سره لومړی ځای، آلمان د ۱۴ کلینیکونو سره دویم ځای، ایټالیا او فرانسه په ګډه د ۱۰ کلینیکونو سره د نړۍ دریم ځای لري.
انځور: picture-alliance/chromorange/Media for Medical د مایو کلینیک د امریکا په مینیسوټا کې په ۱۸۸۹ کال کې جوړ شوی چې په فلوریډا او اریزونا ایالتونو کې هم څانګې لري. دغه کلينيک ۶۵ زره کارکوونکي لري او کلنی عايد يې ۱۲ ميليارده او ۶۰۳ ميليونه ډالره دی او د طبي څېړنو او زده کړو په برخه کې هم فعالیت لري. اډوارډ کینډل او فیلیپ شوالټر هینچ د طب په برخه کې د ۱۹۵۰ نوبل جایزې ګټونکي د همدې کلینیک اړونده کسان وه.
انځور: Glen Stubbe/TNS/Zuma/picture-alliance د کلیولینډ کلینیک، چې د متحده ایالاتو په اوهایو ایالت کې موقعیت لري، په کال ۱۹۲۱ کې په ۶۹ هکتاره ساحه کې د ۱۱ څانګو او ۱۹ کورنیو د روغتیا پاملرنې مرکزونو په درلودو سره رغول شوې. یاد کلینیک د متحده ایالاتو سربیره په ابوظبي، ټورنټو، او لندن کې هم څانګي لري. په دې کلینیک او څانګو کې ېې د بسترونو ټولټال شمیر ۶۰۲۶ ته رسیږي.
انځور: Wang Ying/Xinhua News Agency/picture-alliance د بوسټن ایالت دا روغتون چې د هارورډ پوهنتون سره تړلی ترټولو پخوانی څیړنیز او تعلیمي مرکز بلل کیږي چې په ۱۸۱۱ کال کې تاسیس شوی. دا روغتون ۹۰۶ بسترونه، ۱۹ زره طبي کارکوونکي او ۳۶۰۰ ډاکټران لري. په کال کې یو میلیون بیړنۍ لیدنې یا د ناروغانو کتنه، ۳۵ زره جراحۍ، ۳ زره زیږون او نور طبي خدمات لري او د څیړنې لپاره په کال کې ۵۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري.
انځور: Cj Gunther/dpa/picture-alliance د کاناډا د ټورنټو عمومي روغتون دا روغتون د کاناډا پوهنتون د څیړنې شبکې یوه برخه ده چې په کال ۱۸۱۲ کې جوړ شوی. یاد روغتون ۴۷۱ بسترونه لري، د زړه او ټرانسپلانټیشن یا د بدن د غړو د پیوند په برخو کې په نړۍ کې یو له غوره روغتونونو څخه دی. په دغه روغتون کې په ۱۹۸۶ کال کې د نړۍ لومړنی د سږو ترانسپلانټ (پیوند) ترسره شو.
انځور: All Canada Photos/dpa/picture-alliance د المان په برلین کي د شاریته روغتون شاریته روغتون په ۱۷۰۹ کال د نومبر پر۱۴ جوړ شوی. په اروپا او نړۍ کې یو له سترو طبي مرکزونو څخه دی، ۳ زره بسترونه، ۲۹۰ پروفیسوران، له ۸ زره څخه ډیر طبي زده کونکي، ۱۸زره ۷ سوه طبي کارکوونکي لري چې په کال کي ېې ۲ ملیارده یورو کلنی عاید دی.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Soeder د جانزهاپکنز د طبي څیړنو مرکز، په ۱۸۸۹ کال کي د امریکا متحده ایالتونو د میرلنډ ایالت په بالټیمور کې تاسیس شوی.
د امریکا په تاریخ کې یوازینی روغتون دی چې په تیرو ۲۱ کلونو کې یې تل د غوره روغتون لقب ګټلی. د طب ډیری تخصصي څانګي لکه د ماشومانو له پاره د درملو جوړیدل، رواني درملنه، د زړه جراحي، او عصبي جراحي په همدې روغتون کي تاسیس شوي.
انځور: Neil Bedi/Tampa Bay Times/TNS/dpa/picture-alliance په فرانسه کي د پیتی سالپتری یر روغتون یاد روغتون چې ۱۶۰۳ بسترونه لري د پاریس د سوربون پوهنتون تر نظارت لاندې په ۱۶۳۸ کال کي د څوارلسم لوئ په امر رغول شوې او د نړۍ د خورا مشهورو روغتونونو څخه بلل کیږې.
انځور: BSIP/dpa/picture-alliance په سویډن کې د کارولسینکا روغتون دغه روغتون ۱۶۰۰ بسترونه، ۱۵ زره طبي کارکوونکي لري او ۲۱۰۰ کسان پکې په څیړنه بوخت دي چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې د سویډن په ستاکهولم کې فعالیت کوي او کلنی عاید یې ۱۲ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه سویډني کرون ته رسیږي.
انځور: Alexander Farnsworth/dpa/picture-alliance د رونالډ ریګن طبي مرکز چې د امریکا کالیفورنیا پوهنتون سره تړلی، په ۱۹۵۵کال کې تاسیس شوی چې ۵۲۰ بستره لري. د دې مرکز ۱۶ طبي څانګي د کیفیت له پلوه د ۵ زره امریکایی روغتونونو په مینځ کې په لوړه درجه کي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Taber په اسراییل کې د شیبا روغتون د اسرائیلو په تل هاشومر کې د شیبا طبي مرکز، د ۱۷۰۰ بسترونو په درلودو سره په اسراییل کې تر ټولو لوی روغتون او طبي مرکز دی. دا مرکز د کیفیت لرونکو طبي خدماتو او ځانګړي طبي څیړنې ترڅنګ د سرطان درملنې په برخه کې په نړیواله کچه شهرت لري.
انځور: Gil Cohen Magen/Xinhua News Agency/picture alliance د سویس پوهنتون د لوزان روغتون یاد روغتون ۱۵۶۸ بسترونه او ۹ زره طبي کارکوونکي لري چې په کال ۱۸۹۰ کي د سویس په لوزان کې تاسیس شوې.
یاد روغتون هر کال ۴۵ زره ناروغان او ۳ زره زیږونونه لري چې په ۲۰۱۹ کال کي د نړۍ په کچه د نیوزویک په لیست کي ېې نهم ځاې خپل کړ.
انځور: Jean-Christophe Bott/Keystone/picture-alliance دغه ۱۷۰۰ بستریز روغتون په ۱۸۲۱ کال کې په سنګاپور کې د مېشتو برتانوي پوځیانو لپاره جوړ شو. یاد روغتون د سترګو، زړه، سرطان او غاښونو په برخه کي د سنګاپور د غوره روغتیاېې مرکزونو څخه بلل کیږې.
انځور: Joseph Nair/AP Photo/picture-alliance