امریکا په مصر کې د قدرت د انتقال غوښتونکي ده
۱۳۹۱ خرداد ۲۶, جمعهاعلان
په مصر کې د محکمې له خوا د پارلمان ترمنحل کېدو وروسته اوس د یوه سیاسي کړکېچ د رامنځته کېدو بیره رامنځته سوې ده. د قاهرې د تحریر په میدان کی ډېری کسانو د اساسي قانون د محکمې د پرېکړی پر ضد مظاهرې تر سره کړي چې له مخه ئې د پخوانی واکمن حسني مبارک تر راپرځېدو وروسته لومړني پارلماني انتخابات بې اعتباره اعلان سول.
دا ځکه چې د پارلمان ځینی چوکۍ د پلان سره سم مستحقو کسانو ته نه دي سپارل سوې. دغی محکمې د حسني مبارک پلوي احمد شفیق ته د ریاست جمهورۍ په انتخاباتو کې د کاندېدېدو ته اجازه ورکړې ده.