1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهامریکا متحده ایالات

امریکا: په ډزو کې د دوو ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي

۱۴۰۳ خرداد ۲۷, یکشنبه

د امریکا د ميشيګان ایالت په ديترويت کې د دوو ماشومانو او د هغوی د ميندو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.

USA Schießerei in einem Wasserpark in Detroit
انځور: (Daniel Mears/AP Photo/picture alliance

چارواکي وايي ډزې پر هغو کورنيو شوي چې د تودوخې له کبله ېې ديترويت ښار ته پناه راوړې وه. بريدگر وروسته ځانوژنه کړې ده.

د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله، چارواکو یو مشکوک عامل پسې یو کور ته ورغلل چې هلته ېې د یو سړي جسد وموند چې ځان ېې په ډزو ويشتلی وو.

په اوکلند کاونټي کې د پولیسو یو افسر، مایک بوچارد، د شنبې په شپه په یو خبري کنفرانس کې وويل چې په دغه پېښه کې یو اته کلن ماشوم په سر لګېدلی چې وضعیت ېې نازک دی. هغه زیاته کړه چې د دغه ماشوم مور چې په پښه او خيټه لګېدلې هم په خطرناک وضعیت کې ده. د دغې مور يو بل ۴ کلن زوي په یوه پښه لګېدلی چې روغتيايي وضعیت ېې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په پېښه کې شپږ نور ټپي شوو کسانو عمرونه دېرش او له دېرشو زیات دي، چې روغتيايي وضعیت ېې ډاډمن دی.

د دوی په ډله کې يوه ښځه او د هغې مېړه او یو ۷۸ کلن نارینه شامل دي. خو بوچارد وويل چې دوی په دې باور دي چې د امریکا د میشیګان په روچستر هيلز کې د ډزو په دغه پېښه کې له لسو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

پر خلکو ډزې په یو ښاري پارک کې شوي. په دغه تفريحي پارک کې د اوبو فوارې او د اوبو پرخه خپرونکې وسايل موجود دي چې په ګرم موسم کې کورنۍ د لوبو او تفريح له پاره ورځي.

بوچارد وايي داسې ښکاري چې حمله کونکي دې پر خلکو منفردې یا یوه يوه ډزې کړي وې او له ۲۸ ځله ډېر ېې ټوپک له ګولۍ ډګ کړی وي. د پولیسو دغه افسر وويل چې داسې ښکاري چې حمله کونکی پارک ته پلې داخل او تر ډزو وروسته «له کوم ازدحام پرته، په آرامه بېرته خپل موټر پر لور روان شوی دی.» بوچارد زیاته کړه چې د حمله کونکي د حملې انګیزه څه وه.

هغه وويل چې مشکوک کور ېې محاصره کړ او هڅه ېې وکړه چې دننه په کور کې له مشکوک شخص سره اړیکه ونیسي خو دغو هڅو نتيجه ورنه کړه. هغه وويل دوی کور ته ډرون الوتکه واستوله چې تر هغه وروسته روښانه شوه مشکوک شخص مړ دی.

هغه وویل چې په کور دننه ېې يو بل ټوپک هم موندلی شوی او د پولیس چټک تعقیب کېدای شي د حملې د «دوهم پړاو» مخنيوی کړی دی.
 

mks/aa (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب