انقره اندیښنه لري چې سوریایي کردي واحدونو ته لیږدونکې وسلي ښایي د پې کې کې لاس ته ورشي او د ترکیې پر وړاندي یې استعمال شي. له بل اړخه د امريکا حکومت د داعش پر ضد مبارزه کې دغه کردي واحدونه د یوه پیاوړي متحد په توگه انگیري.
رقه، ته د سوريې عربي جنگیالیو نزدې کیدل
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د سوريې عربي جنگي ځواکونه چې امريکا ئې ملاتړ کوي، د سوریې په شمال کې د داعش پوخ سنگر رقه، ته نزدې شوي دي.
د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان یوه ویاند ویلي دي چې د متحدو ایالاتو په مشرتوب د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف سختو هوایي بمباریو دغه پرمختگ ته لاره هواره کړې ده.
دغه سازمان چې په لندن کې مقر لري او د سوریې اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي خپل معلومات د فعالانو شبکې پر مټ راټولوي، نو له دې کبله گرانه ده چې د هغوی معلومات وارزول شي.
(afp,rtr/SR)
زموږ له ارشيف څخه:
انځورونه: په جرمني کي د کردانو پيشمرگي ځواک روزنه
د جرمني پوځ په جرمني کي د کردانو د پيشمرگي ځواک يوه ډله روزي. جرمني له داعش سره د مبارزې په برخه کي د کردي جنگياليو ملاتړ کوي. په دې انځوريز راپور کي د هغوی پوځي زده کړي ښوول کیږي.