1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا که چین؛ طالبان له کومو هېوادونو سره ملګرتیا کوي؟

حسین سیرت | امید دیدار
۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

تر اوسه افغانستان کې د طالبانو حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ سره له دې هم دغه ډله لویو نړیوالو قدرتونو سره د اړیکو د پیاوړتیا هڅې کوي. د شنونکیو په اند، چین او امریکا دواړه افغانستان کې ځانګړې موخې لري.

د افغانستان په اړه د قطر ناسته
د افغانستان په اړه د قطر ناستهانځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې پرېکړې د امضا پایله کې د افغانستان جمهوري نظام سقوط او طالبان دویم ځل له پاره پر افغانستان واکمن شول. که څه هم امریکا او طالبان دیپلوماتیکې اړیکې نه لري؛ خو شنونکي وايي، امریکا هڅه کوي، یو ځل بیا له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي. امریکا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دغې ډلې له ادارې سره رسمي اړیکې نه لري؛ خو د شنونکیو په اند، امریکا هڅه کوي، طالبان د چین او روسیې سره له نیږدېکت راوګرځوي او له همدې امله دغې ډلې سره د اړیکو د جوړولو په لټه کې ده.

له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته چیني چارواکي څو ځل کابل ته تللي او له طالب مشرانو سره یې لیده کاته شوي دي. طالبان روسیې سره هم ښې اړیکې لري. د نړیوالې ترهګرۍ برخې کارپوه اجمل سهیل دویچه ویله ته وویل، پام کې ده راتلونکې نومبر میاشت کې امریکايي او چینايي چارواکي د فوټبال لوبو لیدلو له پاره قطر ته ولاړ شي او هلته لیدنه وکړي.

همدا راز د اکتوبر په اتمه نېټه هم امریکايي او طالب چارواکیو دوحه کې لیدلي دي. هغه مهال سي ان ان رپوټ ورکړی و، چې د امریکا له لوري کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژلو وروسته، لوړ پوړو امریکايي او طالب چارواکیو په لومړي ځل لیدلي سره وو.

قطر کې د امریکا، اروپایانو او طالبانو ناسته، عکس ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۱۲ نېټهانځور: Stringer/REUTERS

د سي ان ان رپوټ کې راغلي وو، چې دغې لیدنې کې د سي آی ای مرستیال ډیویډ کوهن، د افغانستان له پآره د امریکا استازي ټام ویسټ له طالب پلاوي او د دغې ډلې د ملي امنیت د مشر عبدالحق وثیق سره لیدلي وو.

شنونکي وايي، د اکتوبر د اتمې نيټې لیدنې کې د امریکا او طالبانو ټیټ رتبه چارواکیو لیدلي وو، په داسې حال کې، چې دا ځل پلان کې ده، ملا برادر او د امریکا د ملي امنیت مشاور وویني.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي، دغه لیدنه ژر کېدونکې ده، چې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ملي امنیت رییس عبدالحق وثیق او د استخباراتو ځینې نور چارواکي ښايي د دې ناستې ګډونوال وي.

پر طالب مشرانو د امریکا نوي بندیزونه؛ د طالبانو غبرګون څه دی؟

احمد سعیدي دویچه ویله ته وویل، دغې ناستې کې ښايي د امریکا له اړخه د ملي امنیت مشاور جېک سالیوان او د سې ای ای مرستیال ډیویډ کوهن ګډون وکړي.

سیاسي شنونکی طارق فرهادي هم په دې اند دی، چې امریکا او طالبان دواړه د سیاسي اړیکو د دوام غوښتونکي دي. هغه وویل، د امریکا له لوري هڅې پیل شوي، چې افغانستان کې د پراخ او ټولشموله حکومت جوړېدو په موخه، له افغانستانه بهر د افغان سیاسي څېرو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو موکه برابره کړي.

همدې حال کې، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د اکتوبر پر ۲۸ نېټه کابل کې د جمعې لمانځه پر مهال وویل، امریکا له طالبانو سره د «یوه بل توافق» د لاسلیکولو په لټه کې ده. هغه ویلي، چې امریکا د طالبانو له مهمو سیاسي او استخباراتي څېرو سره مذاکرات پیل کړي، چې پرمختګ هم پکې شوی دی.

حکمتیار ویلي، طالبانو سره د امریکا د اړیکو دوام د روسیې او چین د اندېښنې سبب شوی. هغه د دې اړیکو د دوام پایلې« ګونګې» یادې کړي دي.

د لیدنو موخې څه دي؟

د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو درېدل، له تور لسته د طالبانو لېرې کېدل، پر طالبانو د سیاسي او اقتصادي فشار کمول، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او طالبانو له لوري د بشري حقونو د ټولو ارزښتونو منل هغه موضوعات دي، چې د شنونکیو په باور ښايي بحث پرې وشي.

اجمل سهیل وايي، له طالبانو د امریکا یوه غوښتنه داده، چې د افغانستان شمال کې د « سي آی ای د ځانګړیو عملیاتو» څانګه ځای پر ځای کړي؛ خو تر اوسه د امریکا دې غوښتنې ته طالبانو مثبت ځواب نه دی ورکړی.

څېړونکي: امریکا دې له پاکستان سره همکاري وکړي، چې پر چین خپله تکیه کمه کړي

خو احمد سعیدي وايي، د دې لیدنې موخه د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او د طالبانو له لوري د بشري حقونو منل نه دي. هغه وویل: «دې ناستو کې به د سیمې د امنیت په اړه خبرې وشي. امریکا هڅه کوي، چې د افغانستان شمال کې د طالبانو شتون د منځنۍ اسیا، روسیې او چین خلاف وکاروي.»

چین له هغو هېوادونو دی، چې د طالبانو سفیر یې منلی او طالبانو هم دغه هېواد ته خپل سفیر استولی دی.

قطر کې د امریکا، اروپایانو او طالبانو ناسته، عکس ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۱۲ نېټهانځور: Stringer/REUTERS

خو د طالبانو د باندنیو چارو وزرات یوې خبرپاڼې کې دغه رپوټونه رد کړي دي. دغه خبرپاڼه، چې د اکتوبر پر ۲۹ نېټه خپره شوې، پکې راغلي: «د بهرنیو چارو وزارت دا رپوټونه اوازې بولي، خلکو او رسنیو ته توصیه کوي، چې دا ډول خپلسرو او بې بنیاده رپوټونو باندې باور ونه کړي.»

خو سیاسي شناند اجمل سهیل وايي، طالبان هڅه کوي، چې له دغو لیدنو خپل وسله وال خبر نه کړي. له دې امله، چې طالب وسله وال کلونه له امریکا سره جنګېدلي او مرګ، ژوبله وراوښتې ده. هغه وویل، له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو راښکاره کېدل ښايي القاعدې شبکې سره د طالبانو اړیکې زیانمنې کړي، ځکه موده مخکې د القاعدې شبکې مشر کابل کې ووژل شو.

قدرتونو سره د مقابلې وېره

شنونکي وايي، د اکتوبر پر اتمه نېټه د امریکا او طالبانو له ناستې وروسته چین او روسیې امریکا سره د طالبانو پر اړیکو تمرکز وکړ.

اجمل سهیل وویل، چین په دې هڅه کې دی، چې سیمه کې خپلې لویې اقتصادي پروژې پلې کړي او افغانستان منځنۍ اسیا سره ونښلوي؛ خو د امریکا متحده ایالات هڅه کوي، چې افغانستان کې د چین د نفوذ مخه ونیسي. هغه وویل: «د امریکا متحده ایالات هڅه کوي، چې د افغانستان شمال ناامنه کړي. څو منځنۍ اسیا سره د افغانستان د نښلولو او اروپا ته د غځولو پروژه عملي نه شي.»

امریکايي رسنۍ: دوحه کې د امریکا او طالبانو استازو ملاقات کړی

اوس مهال امریکا هره میاشت افغانستان کې د طالبانو له ادارې سره ۴۰ میلیونه ډالر مرسته کوي. د شنونکیو په وینا، چین او روسیې په دې کچ طالبانو سره د مالي مرستې توان نه لري. په دې دلیل طالبان هم غواړي، چې امریکا او غرب سره اړیکې وساتي.

د شنونکیو په باور، که چېرې طالبان له امریکا سره نیږدې اړیکې جوړې کړي، روسیه او چین به ارام نه کیني او افغانستان کې به د طالبانو مخالفې ډلې پیاوړې کړي، چې دا به افغانستان کې د « نه ختمېدونکي » جګړې سبب وګرځي.

آیا د نويو بانکنوټونو چاپ له نړۍ سره د طالبانو د تعامل ښيي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل