1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا کې د هلیکوپتر سقوط؛ څلور ځانګړي سرتیري وژل سوي

۱۴۰۴ شهریور ۲۹, شنبه

د امریکا پوځ اعلان کړی چې د دې هېواد د ځانګړو عملیاتو څلور سرتېري د هلیکوپتر د سقوط په پېښه کې وژل شوي دي. پیښه د واشنګټن ایالت په یوه لیرې پرته سیمه کې شوې ده.

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخهانځور: REUTERS

د پوځ د اعلامیې له مخې، بلک هاوک هلیکوپتر د واشنګټن ایالت په یوه لرې پرته سیمه کې، چې د «لوئیس-مک ‌کورد» ګډ پوځی مرکز ته نږدې ده، راولوېد او په ترڅ کې یې د امریکا څلور ځانګړي سرتیري ووژل شول.

په فورت براګ کې د متحده ایالاتو د ځانګړي ځواکونو ویاند جکې هیل په وینا دا هلیکوپتر د چهارشنبې په شپه د محلي وخت د ماښام شاوخوا ۹ بجې راولوېد.

 هغه زیاتوي چې پېښه د ټاکوما ښار ته څیرمه را مینځته شوې ده.

د هیل په وینا ټول دا څلور کسان چې په هلیکوپتر کې سپاره وو، د ۱۶۰م ځانګړي هوایي قطعې د څلورمې برخې غړي وو او هېڅ یو ژوندی پاتې شوی نه دی.

دغه ځانګړې هوايي واحد چې د «شپې ښکارچیان» په نوم پېژندل کېږي، د دې لپاره مشهوره ده چې د شپې په تیاره کې عملیات ترسره کوي او د امریکا د پوځ د شپنیزو الوتنو تاکتیکونو په برخه کې مخکښ ګڼل کېږي.

جنرال جاناتان براګا د وژل شوو سرتېرو په اړه په یوه اعلامیه کې وویل: «هغوی داسې نخبه جنګیالي وو چې د پوځ او ځانګړو عملیاتو تر ټولو لوړ ارزښتونه یې درلوده. د هغوی فداکاري به هیڅکله هیره نکړو.»

د هیل په وینا، د پېښې ځای ته رسېدل د سیمې د لرېوالي، د سقوط له امله د اورلګېدنې او د ډېر بوټي لرونکي چاپېریال له امله ډېر ستونزمن وو. د ژغورنې او مړو د راایستلو عملیات د جمعې تر ورځې دوام درلود. د پوځ چارواکي وایي، د هلیکوپتر د سقوط د دقیق علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل