1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا کې شپږ کلن ماشوم خپله ښوونکې په ډزو ویشتلې

۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبه

امریکایي پولیسو ویلي دي چې دا حادثاتي ډزې نه وې او د دې معلومولو هڅه کیږي چې ماشوم وسلې ته څنګه لاس رسی پيدا کړی دی. ماشوم نیول شوی او تر پوښتنو ګرویږدنو لاندې دی.

USA St. Louis | Schüsse in High School
انځور: Jeff Roberson/AP Photo/picture alliance

د امریکا د نیوپورت نیوز ښار د پولیس او ښوونځي د مسئولینو په وینا د ورجینیا ایالت په یوه ښوونځي کې یو شپږ کلن ماشوم یوه ښوونکې په ډزو ویشتلې او هغه یې ټپي کړې ده. دغه پيښه چې په رچنیک ایلیمنتري سکول کې رامنځته شوې ده، بل چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

د پولیسو مشر سټیو ډریو خبریالانو ته ویلي دي چې په ډزو کې یوه ۳۰ کلنه ښوونکې په شدید ډول ټپي شوې ده. دغه ښوونکې دومره شدید ټپې شوې چې ژوند یې په خطر کې دی، خو داکتران وایي چې اوس په روغتون کې په وضعیت کې یې یو څه ښه والی لیدل کیږي. ډریو وویل چې «دا د ډزو کومه حادثاتي پيښه نه وه.»

پولیس وایي چې له ماشوم سره په لاس کې یوه توفنچه یا تمانچه وه او پلټونکي د دې معلومولو کوښښ کوي چې وسله څنګه د ماشوم لاس ته رسیدلې ده؟

امریکا: د ډزو په پيښه کې ۳ کسان وژل شوي

که څه هم په دې پيښه کې بل څوک ټپي شوی نه دی، خو دغې پيښې ټول ښار لړزولی دی. په دغه ښوونځي کې د یوه زده کوونکي مور ویلي دي چې له ښوونځي څخه یي یو پيغام ترلاسه کړ چې په کې ویل شوي وو چې یو کس په ډزو ویشتل شوی او دویم بیا نیول شوی دی.

هغه وویل: «زما خو زړه ودرید، زه ډیره ویریدلې وم، زه ناکراره شوم او یوازې دا فکر مې کاوه چې آیا هغه یو کس خو به زما زوی نه وي؟»

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل