1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنستي: گوگل او فیسبوک بشري حقونه ترپښو لاندې کوي

۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې د دوو سترو امریکایي انترنتي شرکتونو د تجارت اساس پر هر ځای کې پر دوامداره څارنه ولاړ دی. هغوی د میلیونو انسانانو پر شخصي ارقامو باندې داسې ځواک لري چی تر اوسه یې ساري نه ليدل کيږي.

Symbolbild Apps Facebook und Google Anwendungen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

امنستي انترنیشنل پرانترنتي شبکو لکه فیسبوک او گوگل باندې تور لگوي چې هغوی د خپل تجارت په شکل یا چوکاټ  کې د بشری حقونو څخه سرغړونه کوي. د بشري حقونو د سازمان په یوه رپوټ کې راغلی چې د دیجیتالو کمپنیو »نامحدوده څارنه او د شخصي ارقامو راټولونه« د شخصي حریم او د ځان په هکله د معلوماتو له حقونو سره سمون نه خوري.

ايمنستي داسي دلیل راوړي چې گوگل او فیسبوک هغه مهم کانالونه تر خپل کنترول لاندې لري چې په میلیاردو انسانان د هغوی له لاری انترنتي شبکې کاروي. په فیسبوک پورې د چت کولو نور خدمات لکه واتس اپ او مسینجر او همدارنگه د عکسونو پلیت فورم انستاگرام هم اړه لري. د گوگل یوه برخه د ویدیو گانو په پلیت فورم یعنی یوتیوب پورې هم مربوطه ده.

 ټولو ارقامو ته لاس رسی

کارپوهان د نورو ترڅنگ دا ستونزه ویني چې د فیسبوک او گوگل کاروونکي مجبور دي د دغو شبکو د پرانیستلو په وخت کې د ځان په هکله ارقام ورکړي. دغه دوې امریکایي کمپنۍ د دیجیتالي نړۍ په اصطلاح گولکیپران دي. په دې ډول نو دوی د یوه تاریخي او بې ساري واک درلودونکي دي.

په آلمان کې د ايمنستي انترنیشنل عمومي منشي مارکوس ان بیکو وایي: «موږ ټوله باید وکولای سو په دیجیتالي عصري نړۍ کې ژوند وکړو، پرته له دې چې بل چاته د دې اجازه ورکړو چې زموږ د شخصي ارقامو دوامداره څارنه وکړي، هغه ثبت کړي او یا یې هم په هکله انفرادي ارزونه وکړي. په دغو ارقامو کې شخصي علاقمندۍ، مدني حالت، د سودا اخیستلو شوق او د حرکت کولو ډولونه هم شاملیږي.»

مارکوس بیکو پر گوگل او فیسبوک تور لگوي چې په اصطلاح د څارنې یو شخصي حکومت یې جوړ کړی. هغه انتقاد کوي چې د فیسبوک او گوگل په ډول کمپنۍ شخصي ارقام په هغه وسعت سره راټولوي چې تر اوسه یې ساري نه دی لیدل سوی. دغه ارقام یوازې دواطلبانه معلومات نه دي.

گوگل د انتخاباتي مبارزې له پاره هدفمندانه اعلانونه محدودوي

لکه څنگه چې د گوگل شرکت د پنجشنبې په ماښام اعلان کړی، هغه به په راتلونکي کې د انتخاباتي مبارزې له پاره د اعلاناتو ځای رامحدود کړي. د هغوی د کاروونکو ارقام باید یوازې د هغوی پر سن وسال، جنسیت او پوستي لمبر باندیې محدود سي. تر اوسه پورې به د سیاسي اعلاناتو له پاره مؤظفو کسانو د رایه ورکوونکو لستونه له انترنته راایستل تر څو خپل اعلانونه د هغوی د طبعې مطابق خپاره کړي.

دغه ډول مقررات باید لومړی د یوې اونۍ په ترڅ کی په بریتانیا کې عملي سي چیری چې د دسمبر پر ۱۲ مه نوی پارلمان ټاکل کیږي. د کال تر پایه باید په اروپایی ټولنه او د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له شپږمې نيټې څخه د نړۍ په پاته هیوادونو کې د اعتبار وړ وگرځي.

د لنډو خبرونو شبکه تویتر بیا څه وخت مخکی خپل مقررات په دې هدف واړول چې د انتخاباتو په هکله اعلانونو باندې یې بندیز ولگاوه. او هغه هم په امریکا متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو یو کال مخکې.

د ايمنستي په خبره د نړۍ په سطحه د میاشتې دوه اشاریه اته میلیارده انسانان له فیسبوک څخه گټه اخلي او د انترنتي لټونې یا پلټنی ۹۰ سلنه یې د گوگل له لاری تر سره کیږي.

G.P/B.S/dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب