1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

بریتانیا: د یمن په جنوب کې یوې کشتۍ ترڅنګ چاودنه شوې

۱۴۰۲ اسفند ۲۷, یکشنبه

د بریتانيا د سمندري ځواکونو یو امنيتي آژانس ويلي چې د یکشنبې په ورځ د مارچ ۱۷مه د یمن په جنوب کې د یوې سوداګرۍ کښتۍ تر څنګ چاودنه شوې ده. حوثي ياغیان له څو میاشتو راهیسې سیمه کې پر نړېوالو کشتیو بریدونه کوي.

Symbolbild I Piraterie Somalia I Wasserschutzpolizei
انځور: Jackson Njehia/AP/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله، دا د څلورو میاشتو راپدېخوا چې حوثی یاغیان د سرې بحيرې په حیاتي تجارتي لار پر نړېوالو کښتیو بریدونه پیل کړي، د ناامنۍ تر ټولو تازه پېښه ده.

د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو ادارې (UKMTO) ويلي چې دغه چاودنه یوې تجارتي کښتۍ په څنګ کې شوې چې ځاني تلفات نه لري او کشتۍ ته هم په کې زیان نه دی اوښتي.

دغه اداره چې د بریتانیا د سمندري سلطنتي ځواکونو له خوا مدیریت کيږي، وايي چاودنه داسې وخت وشوه چې دغه کشتۍ په یمن کې د «عدن له ختيځه ۸۵ مایله لرې د حرکت په حال کې وه.» سرچېنې کشتۍ په هکله نور جزئيات نه دي ورکړي.

د سرې بحېرې لار په سيمه کې يوه حیاتي تجارتي لار ګڼل کيږي چې په کې د څلورو میاشتو راهیسې د حوثي یاغیانو له خوا نړېوالې کشتۍ په نخښه کيږي. د يکشنبې ورځې چاودنه د دغو ناامنيو تر ټولو تازه پېښه ده. حوثي یاغیان په دغو حملو کې له توغندیو او جنګي ډرونونو کار اخلي.

د آرشیف انځور - حوثيان وايي چې دوی په سرې بحیره کې پر کشتیو حملې فلسطینیانو سره د پيوستون په خاطر کويانځور: Mohammed Hamoud/Anadolu/picture alliance

حوثيان وايي چې دوی دغه حملې له فلسطينیانو سره د پیوستون په خاطر کوي او تر څنګ ېې پر اسرائيلي ځواکونو فشار راوستلی وي چې په غزې تړانګه کې حماس سره جګړه ودروي. دغه جنګیالۍ ډله وايي چې دوی هغه کشتۍ چې له اسرائيل سره تړاو لري په نخښه کوي. حوثیان په دغو حملو کې له توغنديو او جنګي ډرونونو کار اخلي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ، سنتکام، د شنبې په ورځ وويل چې د دوی ځواکونو د يمن د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې «د اوبو د سطحې پر سر تلونکې پنځه بې چلونکې کشتۍ» او یو ډرون «له منځه وړي دي.»

سینتکام تر دې وړاندې ويلي وو چې دوی یو ډرون چې د حوثیانو له خوا د سرې بحېرې پر لور توغول شوې وه، وېشتلې ده.

د حوثیانو رهبر، عبدالملک الحوثي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی به پر هغو کشتیو خپلې حملې لاتقویه کړي چې د افریقا د Cape of Good Hope ( نيکې هېلې دماغې) پر اوږده لار تګ راتګ کوي.

(AFP)mks/aa/

له آرشیف څخه (28.08.2018):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب