1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

«په تیرا کې هوايي بريدونو ۲۳ کسان وژلي»

نجيب الله زيارمل I د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۳۱, دوشنبه

امنيتي سرچينو ويلي دي چې د خيبر پښتونخوا په تیرا سيمه کې هوايي بريدونو لږ تر لږه ۲۳ ملکيان وژلي دي. تر دې دمخه ويل شوي ول چې د وسله والو په يوه پټنځای کې د زیرمه شويو توکو د چاودنې له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان پولي ته څرمه د پاکستان د پوځ په يوه پوسته کي دوه سرتيري د پيرې پرمهال
انځور له ارشيف څخه: د پاکستان پوځ په څو سيمو کي د وسله والو پرضد عمليات پيل کړي ديانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د پاکستان د پارلمان يوه غړي اقبال آفريدي، د پاکستان پوځ د شپې له خوا د پوځي عملياتو په درسره کولو کې تورن کړی دی او ويلي دي چې دا هوايي بريدونه د پوځ الوتکو کړي دي.

خو د پاکستان حکومت او يا هم پوځ په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د خیبر پښتونخوا په پارلمان کې د اپوزيسيون يوه غړي سهيل خان افريدي، هم دا يو بريد بللی دی او پړه یې د پاکستان پر پوځ ور اچولې ده.

 اقبال آفريدي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا د امنيتي ځواکونو الوتکې وې چې بمبار یې وکړ. د دوی بمباريو ۲۳ کسان ووژل.»

د خيبر په تیرا سيمه کې په دنده بوخت د پوليسو يوه لوړپوړي افسر هم د فرانسې خبري آژانس په دې اړه د جزياتو ورکولو پرته چې بريد چا ترسره کړی، وويل چې په وژل شويو کې اوه ښځې او څلور ماشومان شامل ول.

د پوليسو دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وويل: «جټ الوتکو څلور کورونه په نخښه کړل چې په بشپړه توګه ويجاړ شول.»

د دوشنبې پر ماسپښين په سيمه کې شا او خوا ۲۰۰۰ کسان راټول وشي ول څو پر دې خونړيو بريدونو غبرګون وښوول شي.

تر دې مخه د پاکستان پوليسو د دوشنبې په ورځ ويلي ول چي د دغه هيواد په ناکراره شمال لوېديځ کي د پاکستاني طالبانو په يوه کمپ کي چي د بم جوړولو مواد پکې ساتل کيدل، چاودنه سوې او د ملکي کسانو په ګډون پکښې ۲۴ وسله وال وژل سوي دي.

پوليسو ويلي دي چي چاودنه چي د خيبر پښتونخوا ايالت په تيرا دره کي سوې ده، نږدې څو کورونه يې ويجاړ کړي دي.

د ځايي پولیسو يوه افسر ظفر خان ويلي دي چي په دغه چاودنه کي د ښځو او ماشومانو په ګدون ۱۰ ملکيان او ۱۴ وسله وال وژل سوي دي.

خان ادعا وکړه چي د پاکستاني طالبانو دوو سيمه ايزو قوماندانانو امان ګل او مسعود خان، د چاودني په ځای کي پټنځايونه جوړ کړي ول، چي د سړک د غاړي بم جوړولو له پاره د فابريکې په توګه کارول کيده. هغه وسله وال تورن کړل چي له ملکي وګړو څخه د ډال په توګه کار اخلي او ويې ويل چي په دې وروستيو کي يې په نورو سیمو کي په مساجدو کي وسلې زېرمه کړي دي.

د پاکستان امنيتي ځواکونه په خيبر، باجوړ او د شمال لوېديځ په نورو برخو کي د پاکستاني طالبانو د پرضد عمليات پيل کړي دي.

په دې وروستيو کي په پاکستان کي په بريدونو کي زياتوالی راغلی، چي د ډېرو پېښو مسئوليت يې پاکستاني طالبان چي د ټي ټي پي په نوم هم ياديږي، پرغاړي اخيستی دی. دغه ډله د افغان طالبانو ملګرې ده، خو يوه جلا ډله او په افغانستان کي د طالبانو په بيا واکمنېدو سره يې زړورتيا موندلې ده. داسي باور کيږي چي د ټي ټي پي ډېرو مشرانو او  جنګياليو دي په افغانستان کي پناه اخيستې وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل