له شمالي کوريا سره په اتومي لانجه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ورباندې تر اوسه تر ټولو سخت بنديزونه لګولي دي څو د دغه کمونيستي هېواد په وړاندې په اقتصادي لحاظ لا زيات فشار وارد شي.
د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم ارګان د رايو په اتفاق سره داسې يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې د سکرو، اوسپنې، سربو، کبانو او ځينو نورو سمندري خوړو په شمول په مهمو صادراتي توکو باندې بنديز لګوي. په ملګرو ملتونو کې د لويې بريتانيې سفير، ماتيو رايکرافت، وويل چې د دغه په نړيواله کچه منزوي شوي هېواد صادراتي عايدات به په دې ترتيب يو مليارد ډالر يعنې لږ تر لږه دريمه برخه راکښته شي.
علاوه پر دې د شمالي کوريا د نهو داسې اتباعو پر تګ راتګ او سفرونو باندې بنديز عملي کيږي چې په بانکي او نظامي تجارتونو کې ونډه لري. د هغوی شتمني او سربېره پر دې د څلورو شرکتونو شتمنۍ کنګليږي. د دغو شرکتونو په ډله کې دوه بانکونه او يو د بيمې شرکت هم راځي. د هغسې کارګرانو شمېر هم چې کمونيستي مشرتابه يې خارج ته د لېږلو اجازه لري، محدوديږي. د متحده آيالاتو اصلي هغه غوښتنه چې شمالي کوريا ته به د نفتو واردات هم راکم کړي، عملي شوې نه ده.
د شمالي کوريا له خوا د توغنديو وروستۍ ازموينې د بنديزونو په لس صفحې لرونکي سند کې په کلکه غندل شوي او د موجوده پرېکړه ليکونو څخه «له تشدده ډکه او سپين سترګې سرغړونه» بلل شوې ده.
اتم پر له پسې پرېکړه ليک
په ملګرو ملتونو کې د متحده آيالاتو د سفيرې، نيکي هېلي، په خبره شمالي کوريا د وضع شوو نويو تدابيرو له لاسه سخته ځپل کيږي. د ۲۰۰۶ کال راهيسي د شمالي کوريا پر ضد دا ۸ پرله پسې پرېکړه ليک دی، چي د امنيت شورا يې تصويبوي. هېلي د امنيت شورا په ناسته کې وويل چې «دا د يو نسل راهيسې د کوم هېواد په وړاندې د بنديزونو تر ټولو سخته لړۍ ده».
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.07.2017):
د شمالي کوریا پوځ څومره غښتلی دی؟
نه يوازي دا چي شمالي کوریا اوس په نړۍ کي يو له تر ټولو ستر پوځ لري، بلکي د خپلو وسلو او تجهیزاتو د لا پیاوړتيا او ډېرښت لړۍ يې هم جاري ساتلې ده.
انځور: Reuters/KCNAدغه هیواد ۷۰۰۰۰۰ پوځ او ۴،۵ میلیونه ریزرف پوځ لري چې د اړتیا په صورت کې خدمت ته اماده وي. په دې توګه نو د دغه هیواد نږدې هر ۵ تن پوځي دی.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jonesد وسلو او تجهیزاتو نړیوال شاخص د ۲۰۱۷م کال د رپوټ پر بنسټ، دغه هیواد ۷۶ اوبتلونه، ۵۰۲۵ زیري ټانکونه او ۴۵۸ جنګي الوتکې لري. په دغه انځور کې چې د ۲۰۱۳م کال دی د شمالي کوریا واکمن کم جونګ اون د قوماندې په مرکز کې لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpaشمالي کوریا هرکال په پلازمېنه پيونګ یانګ کې د یوه پوځي پرېډ په ترڅ کې خپلې وسلې او تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي. د وسلو دا ډول ننداره د دغه کمونیستي هیواد له تاریخي او ملي ورځو سره مطابقت کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNAامریکا متحدو ایالاتو د تيري سه شنبې په ورځ د شمالي کوریا له خوا، د بالستيک توغندي د آزموینې بریاليتوب تائید کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي دي: دغه آزموینه د شمالي کوریا له خوا امریکا، د هغه متحدینو او نړیوالو ته د ورپیښ احتمالي نوي ګواښ جدیدت ښيي.
انځور: Getty Images/AFP/KCNAپر ډیرو سختو بندیزو سربیره شمالي کوریا خپل د اټومي پروګرام لړۍ جاري ساتلې ده. دغه هیواد په مجموع کې تر اوسه پورې ۵ اټومي آزمویني کړي دي. یوازي په ۲۰۱۶م کال کې یې دوې آزموینې کړي دي. د سویلي کوریا د دفاع وزیر وایي چې په ډیر قوي احتمال به شمالي کوریا ډیر ژر شپږمه آزموینه هم وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNAیوازي چين او روسیه تر اوسه پوري د شمالي کوریا متحدین دي. د شمالي کوریا رژیم د «امریکا متحدو ایالاتو امپریالیستي قدرت» خپل اصلي دښمن بولي او جاپان او سویلي کوریا په دویمه درجه کې ځای لري. شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا د کلني ګډ پوځي مانورونو پر وړاندې په ډیر حساسیت سره غبرګون ښيي.
انځور: Reuters/K. Hong-Jiداسې ښکاري چې د شمالي کوریا له خوا د بالستيک توغندی تر ازموینې وروسته اوس د امریکا حوصله ختمه شوي وي. د شمالي کوریا د توغندو آزموینه د جې ۲۰ په سرمشریزه کې یوه د بحث موضوع وه.
انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Brown